د ټیموتي ویکس په نوم په کابل کې د امریکایي پوهنتون اسټرېلیایي استاد چې نهه کاله مخکې طالبانو نیولی او بیا شپږ کاله مخکې خوشي شوی وو، د طالبانو په واکمنۍ کې بیرته افغانستان ته ستون شوی وو او پرون په کابل کې مړ شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، ټیموتي ویکس له زیاتې مودې راهیسې د سرطان په وژونکې ناروغۍ اخته وو او د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې په خپل کور کې مړ شو:
"په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې اوسېدونکی اسټرالیايي استاد ټیموتي ویکس چې اوسنی نوم یې جبرائیل عمر وو نن ورځ وفات شو. د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نوموړي په وفات خپله ژوره خواشيني څرګندوي ".
طالبانو د کابل د امریکایي پوهنتون امریکایي استاد کېوین کینګ او اسټرېلیایي استاد ټیموتي ویکس په 2016م کال کې له کابله د وسلو په زور تښتولي او درې کاله له ځان سره ساتلي وو.
د 2019م کال په نومبر کې د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت د حقاني ډلې او طالبانو درې مهم بندیان خوشي کړل او په بدل کې یې طالبانو هم دغه دوه بهرني استادان خوشي کړل او دواړه خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
اسټرېلیایي استاد ټیموتي ویکس د طالبانو له بنده تر خوشي کېدو وروسته مسلمان شوی وو او پر ځای یې «جبرائیل عمر» نوم ایښی وو او کله چې طالبان په 2021م کال کې په دویم ځل واکمن شول، ویکس په 2022م کال کې بیرته افغانستان ته ور ستون شو او هلته یې ژوند پیل کړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، ټیموتي ویکس "په خپله خوښه او رغبت" مسلمان شوی او خپل نوم یې له ټیموتي ویکس څخه "جبرائیل عمر" ته اړولی وو. ویاند په خپل بیان کې لیکلي:
"جبرائیل عمر په کابل کې د انګلیسي ژبې د استاد په حیثت دنده ترسره کوله، هغه د افغانستان او اسلامي امارت سره زیاته مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسېدل غوره ګڼل. وخت په وخت به یې د هېواد ولایتونو ته سفرونه کول او د اسلام په اړه یې هم خپل معلومات زیاتول".
د ټیموتي ویکس او امریکایي استاد کېوین کینګ په بدل کې افغان حکومت د طالبانو د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني د طالبانو له دوو نورو قومندانانو حاجي ملي خان او حافظ عبدالرشید سره یو ځای خوشي کړي وو. مخکیني افغان حکومت دوی په 2014م کال کې نیولي وو.
انس حقاني اوس د طالبانو د حکومت یو اعلی چارواکی دی. هغه پر خپل ایکس له ټیموتي ایکس سره خپل ګډ تصویر خپور کړی او وایي کله چې د دوی د خوشي کېدو تبادله وشوه نو هغه قطر ته ورغلی او دواړو داسې "خوږ بنډار" وکړ لکه له ډېرې زمانې چې یې سره پېژندل او سره ورک وو.
انس حقاني هم د ټیموتي پر مړینه خواشيني ښکاره کړې او وایي، دی او ټیموتي ویکس په مختلفو زمانو او لرې فاصلو کې نړۍ ته راغلي وو، خو په داسې څلورلاري کې سره مخامخ شول چې "زما مرګ د هغه مرګ، زما ژوند د هغه ژوند او د هغه آزادي زما آزادي شوه". انس لیکلي:
"جبرئیل نور خپل هغه وطن پرېښود چې پکې نړۍ ته راغلی وو، خاپوړې یې کړې وې؛ موږ سره پاتې شو، افغانۍ جامې یې واغوستې او د دې وطن په کوڅو او واټونو کې به ګرځېده".
د طالبانو حکومت دا نه دي ویلي چې د ټیموتي ویکس مړی به خپل هېواد اسټرېلیا ته وړل کېږي او که به په افغانستان کې خاورو ته سپارل کېږي او نه هم د اسټرېلیا حکومت په دې اړه تر اوسه څه بیان ورکړی دی.
پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو- چې اکثر یې د طالبانو ملاتړي دي- د دې اسټرېلیایي استاد پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ډېرو یې د طالبانو له مشرانو سره او په افغانستان کې د هغه بېلابېلو عکسونه خپاره کړي دي.