په سیند کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي ډاکټر شاهنواز کنبار په پوسټ مارټم رپورټ کې د هغه پر بدن د اذیت ثبوتونه موندل شوي دي. د پوسټ مارټم په ابتدایي رپوټ کې د هغه په بدن کې د ماتو هډونو په ګډون د ګڼ شمېر زخمونو انکشاف شوی دی.
د ډاکټر شاهنواز کنبار د پوسټ مارټم لپاره د اکتوبر پر 16مه د مېډیکل بورډ تر څارنې لاندې د هغه قبر کیندل شوی او مړی یې را ایستل شوی وو.
د اتوار- یکشنبې- په ورځ د خپور شوي لومړني رپوټ له مخې د ځانګړي طبي بورډ غړو په ګډه دا رایې ورکړې ده چې د ډاکټر شاهنواز کنبار پر سینه په وسلې د وهلو زخمونه دي چې وایي همدا ټپونه د هغه د مړینې د سبب لپاره کافي دي.
پوسټ مارټم رپوټ د ډاکټر وسیم خان، ډاکټر طاهر قریشي، پروفیسر ډاکټر واحد، ډاکټر عبدالصمد مېمن او پیتالوجیسټ ډاکټر راحیل خان په لاسلیکونو سره جاري شوی دی.
په رپوټ کې ویل شوي چې د ډاکټر شاهنواز کنبار لاندینۍ څلور پښتۍ ماتېدې دي او دا ښکاره کوي چې د هغه پر سینه د شا له اړخه زور شوی دی. دا نتیجې د هغه له بدني معایناتو او ایکسرې رپوټونو اخیستل شوې دي او دا په ګوته کوي چې د ډاکټر شاه نواز څلور پښتۍ ماتې وې.
د ډاکټر کنبار کورنۍ د هغو ډاکټرانو په ضد د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده چې د ميرپورخاص ضلعې په مرکزي سرکاري روغتون کې يې د هغه لومړی پوسټ مارټم کړی وو.
د میرپورخاص په مرکزي هسپتال کې چې د ډاکټر شاهنواز کوم پوسټ مارټم رپورټ تیار کړل شوی وو په هغه کې یواځې دا ویل شوي چې نوموړی په ګولیو لګېدلی خو د تشدد د نخښو ذکر پکې نه وو شوی.
د ډاکټر شاهنواز د تره زوی جنید کنبار له وي او اې سره په خبرو کې ویلي، رپورټ ښيي چې پر ډاکټر شاهنواز باندې تر وژل کېدو وړاندې د درنو وسلو تشدد شوی دی چې له کبله یې د هغه پر هډونو او پښتیو زخمونه جوړ شوي دي.
جنید وويل، غوښتنه یې دا ده چې د دې وژنې عدالتي پلټنې وشي او وایي تر څو چې د دې پېښې وروستۍ نتیجه مخې ته نه وي راغلې او انصاف ورسره نه وي شوی کورنۍ به یې قانوني جګړې ته دوام ورکوي.
د سیند حکومت مخکې لا په رسمي ډول د صوبې له هایکورټ څخه غوښتنه کړې وه چې د ډاکټر شاه نواز کنبار د لانجمنې وژنې په اړه دې عدالتي پلټنې وکړي.
د دغو پلټنو غوښتنه د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن لنجار کړې ده. په درخواست کې غوښتنه شوې چې په 18 ستمبر 2024م د میرپورخاص د سیندړي پولیس تاڼې په حدودو کې د وژنې سببونه دې معلوم کړي.
د ډاکټر شاهنواز خلاف پر فېسبوک باندې د مذهب د سپکاوي موادو پوسټ کولو په تور د مذهبي ګوندونو له احتجاج وروسته د ستمبر پر 19مه د تعزیراتِ پاکستان قانون د 295 سي مادې لاندې مقدمه درج شوې وه او له وروسته په کراچۍ کې نیول شوی وو.
پولیس دعوه کوي چې ډاکټر شاهنواز د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی. له پېښې يوه اوونۍ وروسته د سیند د کورنيو چارو وزير ضياء الحسن په يوه خبري غونډه کې وويل چې ډاکټر شاه نواز په عمرکوټ کې په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوى او په مقابله کې ښکېل پولیس عسکر معطل کړی شوي دي.
له دې پېښې وروسته په عمرکوټ کې هم مدني ټولنو د ډاکټر د وژنې خلاف احتجاج کړی وو او د انصاف غوښتنه يې کړې وه. له وژنې وروسته د ډاکټر شاهنواز کنبار د مړي ښخولو هڅه شوې وه خو د هغه د مړي سپکاوي عام خلک لا را وپارول.
د ډاکټر شاه نواز د کورنۍ غړو ویلي، د هغه د مړي د سوځولو مقصد د اصلي حقایقو او سببونو پټول وو. وایي اوس له مېډيکل رپورټ څخه معلومېږي چې پر شاهنواز باندې تر وژل کېدو وړاندې سخت تشدد شوی دی.
د بشري حقونو تنظیمونو او مدني ټولنو د ډاکټر شاه نواز کنبار د غیر عدالتي وژنې خلاف د مذهبي توندروۍ پر ضد احتجاج کړی دی.
بل اړخ ته مذهبي ګوند تحریک لبیک پاکستان (ټي ایل پي) په پولیس مقابله کې د ډاکټر شهباز کنبار وژل کېدل جایز ګڼي او د هغه د وژنې په تور د معطل شويو پولیس عسکرو د بحالۍ غوښتنه یې هم کړې ده.
یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو اخیستل شوی دی.