باجوړ: دايف سي په گاډي بريد کې دوه عسکر وژل شوي دي

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو دزيارت په ورځ دمليشه ځواکونو په يو گاډي بريد کړى چې له امله يې دوه عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
دامنيتي ځواکونو په گاډي دوسله والو لخوا دغه حمله دباجوړ دمرکزې سيمې خار څخه ٤٠ کلو ميټره لرې شمال لويديز لوري په کمر کلي کې شوې ده.
دمقامي انتظاميې يو لوړپوړي چارواکي يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې وئيلي دي چې” دايف سي يو گاډي دمعمول مطابق گزمه کوله چې دسړک په غاړه دوړاندې څخه ناستو وسله والو پرې ناڅاپي ډزې پيل کړې، چې له امله يې دوه عسکر ووژل شول اؤ څلور نور ژوبل شول“
هغه وويل دا معلومه نۀ ده چې دامنيتي ځواکونو په گاډي دبريدکوونکو وسله والو شميره څومره وه.
يو بل انتظامي چارواکي عبدالحفيظ خان باجوړ کې په امنيتي ځواکونو دشوې دغه حملې اؤ پکې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دبريد وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دورانکارو دنيولو لپاره يې دلټونې عمليات پيل کړي.