د پنجګور د پولیس چارواکو په وینا د خالي یا شنبې په ورځ په یوه وسلوال برید کې اووه مزدوران وژل شوي او یوہ ټپي شوی دي۔
دخضدار پولیس چارواکي شھزاد په وینا، ” دوہ تنه وسلوال بريدکوونکي پر موټر سایکل ورغلي او ډزې يې کړې چې له امله يې اووه مزدوران وژل شوي اؤ يو ژوبل شوى دى، ټپي مزدور د درملنې لپاره نږدې روغتون ته رسول شوی دی۔ “
د پولیس چار واکو په وینا پېښه د خضدار په خدا ودان سیمه د ملا محمد عالم په سرای/مکان کې را منځ ته شوې۔
پولیس د ټیلي فون له لارې ډیوہ ته ویلي د وژل شوو او ټپي تن تعلق د پنجاب صوبې له ملتان سیمې سرہ دی۔
پولیس وویل، ”په وژل شوو کې د دو تنو عمرونه اولس یا اتلس کاله دي او د نورو عمرونه د ۳۵ کالو شاوخوا دي، او دا په ګولویو ویشتل شوي دي، دا ھدفي وژنه دہ، د وژل شویو کسانو جسدونه د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي۔“
د پولیس په خبرہ یاد مزدوران په بیلا بیلو ځایونو کې مزدوري کوي خو د شپي پر وخت د ارام لپارہ یاد سرای ته ورځي۔
د بلوچستان وزیر اعلا میر سرفراز بګټي پېښه غندلې او د پېښې رپورټ یې طلب کړی۔
په سرکاري جاري کړل شوي خبر کې ویل شوي، ”نن یو وار بیا د بې ګناه خلکو وینه توی شوې، ترهګر بې زړہ او له انسانيت څخه بې برخې دي، ترهګر به په دنيا او آخرت کې د بې ګناه خلکو د وژنې حساب ورکوي، په بلوچستان کې یو ځل بیا ترهګرو پاکستاني مزدوران وژلي، د بې ګناه پاکستانيانو د وژنې حساب به اخلو۔ “
د پېښې زمه واري لا کوم تنظیم ندہ منلې خو تر دې وړاندې زیاترہ وخت د پنجابي مزدورانو د وژنې زمه واري بلوڅ بیلتون خوښې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ایل اې او نورې بلوڅ وسلوالو ډلو منلې دي.
چارواکو د پېښې له ځایه معلومات او شواہد را غونډ کړي او د پېښې اړه پلټنې یې پیل کړي دي.
بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ څخه مخ ده او دغلته وخت په وخت په امنيتي ځواکونو وسله والو بريدونه، چاودنې او د تښتونو پېښې کيږي.