بلوچستان: ښکار ته د تللو قطري شیخانو ساتونکي دوه پاکستاني پوځیان په چاودنه کې وژل شوي

د بلوچستان په تربت سیمه کې ښکار ته د ورغلو قطري شیخانو پر کاروان باندې د سړک د غاړې بم ور چاودلی چې په نتیجه کې یې د دوی د امنیت ساتونکي ملېشه ځواک دوه پوځیان وژل شوي خو وایي قطري شیخانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د بلوچستان دوو حکومتي چارواکو وویل، یو کاروان چې د قطري شاهي کورنۍ غړي پکې شامل وو د صوبې له تربت ښاره بهر یې سفر کاوه چې ورباندې چاودنه وشوه.

د تربت ضلعې یو انتظامي چارواکی عبدالحمید وایي، ورغلي بهرني مسافر [قطري شیخان] له بریده خوندي پاته شوي دي". دې چارواکي اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"په چاودنه کې د فرنټېرکور [ملېشه ځواک] دوه پوځيان ووژل شول او څلور نور پوځیان ټپیان شوي دي".

د خلیج هیوادونو د اشرافو د کورنیو پر ښکار مین کسان هر کال په ژمي کې د بلوچستان بلوڅ مېشتو سیمو ته سفر کوي، چې د بازانو په وسیله د هوبارا یا څاړي په نامه نایاب مرغان ونیسي.

د خاران د دشت سیمې اسسټنټ کمشنر حمید کورایي ډان ورځپاڼې ته ویلي، پېښه د تربت او ګوادر تر منځ په دشت کډان زرین بک سیمه کې هغه مهال وشوه، چې عرب شیخان له ښکار وروسته بیرته خپل کېمپ ته روان وو.

د بلوچستان یو بل ځایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې ایف پي ته د برید په اړه تفصیلات تایید کړل او ویې ویل چې له چاودنې وروسته د شاهي کورنۍ غړو ته "اضافي امنیت" ورکړل شوی دی.

د قطر د شاهي کورنۍ د غړو شمېر زرګونو ته رسېږي خو د بلوچستان هیڅ یوه چارواکي دا نه دي ویلي چې ښکار ته په ورغلیو کسانو کې د دې کورنۍ کوم غړي شامل وو.

تر اوسه د دې بمي برید ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې او نه دا څرګنده ده چې د قطر شیخان په ځانګړي ډول د برید هدف وو که نه، ځکه د بلوچستان بیلتون غوښتونکې وسلوالې اکثر پاکستاني امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

د حیوانانو د حقونو ډلې له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان له دې کبله نیوکه کوي چې شتمنو عربو ته یې د څاړي په نوم نایابه مرغانو د ښکار کولو اجازه ورکړې ده. څاړي مسافر مرغان په هر ژمي کې له منځنۍ اېشیا د زرګونو په شمېر دغې سیمې ته ورځي.

د فطرت ژغورنې نړیواله ټولنه (ای یو سي این) د څاړي په نامه مرغان په هغو مرغانو کې ګڼي چې د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

ددغو مرغانو غوښه په عربي نړۍ کې ډېره زوروره او د جنسي غوښتنو پاروونکې ګڼل کیږي او دغه ډول ښکار ته په اجازت ورکولو سره د پاکستان رضامندۍ ته اکثر د خلیجي هېوادونو په نخښه کوونکې "نرمې سفارتکارۍ" په سترګه کتل کیږي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.