د کوټې او چمن تر منځ د کوږک په غره کې تاﺭيخي ټنل د روانو بارانونو سېلابي اوبو زیانمن کړی دی
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان د مرکز کوټې او چمن ښار تر منځ تاریخي ټنل شاوخوا څلور کيلوميټره اوږد دی، خو د پشکال یا وسې په روانو باﺭانونو کې دغه ټنل هم سېلابي اوبو زیانمن او له کبله یې د کوټې چمن تر منځ تلونکی ټرېن هم ځنډېدلی دی. چاﺭواکي وايي ژر به د ټنل د بياﺭغونې کاﺭ پيل کړي. تفصیل د نعمت الله سرحدي په ﺭپوﺭټ کې: