بلوچستان: موساخېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي

File Photo

د ترهګرۍ ضد محکمې ځواکونه (سي ټي ډي) وایي د بلوچستان ایالت په موسا خېل ضلعه کې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې درې ترهګر وژل شوي اؤ دوه نور نیول شوي.

د سي ټي ډي سرچینو ویلي دا عملیات د موسا خیل په راړشم روډ شوي چې پکې د ترهګرو د وژل کېدو اؤ نیول کېدو تر څنګ پکې له هغوي وسلې اؤ مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د سي ټي ډي د سرچینو د دعوې له مخې ترهه ګرو په یاد سړک ناکه لګولې وه چې د هغې اطلاع امنیتي ځواکونو ترلاسه کړه اؤ کله چې د سي ټي ډي عسکر سیمې ته ورسېدل نو د وسله والو سره یې سخته نښته وشوه.

سي ټي ډي وایي ترهګرو سره په نښته کې یې درې وسله وال وژلي اؤ دوه نور یې ژوندي نیولي دي.

خو د وژل شوؤ اؤ نیول شوؤ وسله والو پېژندګلو لا مخې ته نه ده راوړل شوې اؤ نه هم دا ویل شوي چې تعلق یې د کومې ډلې سره دی؟

سږکال د اګست په میاشت کې هم د موسا خېل په راړشم سیمه کې وسله والو د مسافرو په یو بس حمله کړې وه چې د چارواکو په وینا په دغه حمله کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي وو.

تر دغه برید وروسته د پاکستان پوځ پخپل بیان کې ویلي وؤ، امنیتي ځواکونو د وسله والو د حملو په جواب کې عملیات شروع کړي چې په کې د پوځي عسکرو په شمول ۱۴ امنیتي چارواکي او ۲۱ وسله وال ووژل شوي دي.

وروسته ددغه حملې ذمه واري بیلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې وه.

بلوچستان کې د وروستیو کلونو په اوږدو کې د ناامنیو او ترهګریزو پېښو شمیر زیات شوی دی، چې دا زیاتره بریدونه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو، په ځانګړي ډول د بلوچ لبریشن ارمي لخوا ترسره شوي.

یادې ډلې په ځانګړې توګه پر حکومتي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو او د چینایي وګړو د پروژو پر ضد بریدونه کوي، چې د څېړونکو په وینا غواړي له دې لارې په سیمه کې د چین او پاکستان د ګډو پرمختیایي پروژو، په ځانګړي ډول د "سي پیک" پروژې د پرمختګ مخه ونیسي

سربېره پر دې، په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د مختلفو نښتو او بریدونو له امله ګڼ شمېر مسافر او کارګران وژل شوي دي.