د بنګله دېش خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل حکومت د هندوستان نه په رسمي ډول غوښتنه کړې چې د بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمه شېخ حسینه دې خپل ملک ته وسپارل شي.
د سږ کال د اګست په میاشت کې د طالب علمانو په مشرۍ کې د احتجاجونو په نتیجه کې د هغې حکومت د نسکورېدو وروسته حسینه هندوستان ته ووتله او پناه يې واخیستله.
د بنګله دېش د خارجه چارو مشیر اېم ډي توحید حسین په ډهاکه کې په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل حسینه ملک ته د ستنولو دپاره بنګله دېش هندوستان ته سفارتي یاداشت لېږلی دی.
حسین وویل هندوستان ته وېل شوي چې بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمه په خپل ملک کې د عدالتي بهیر دپاره راوستل غواړي. حسین په دې اړه نور تفصیل وړاندې نه کړو.
د هندوستان خارجه وزارت وویل د بنګله دېش درخواست يې ترلاسه کړی دی خو نور تفصیل یې په سمدستي ډول وړاندې نه کړو.
د حسینه د ۱۵ کلن اقتدار په ضد د جولای او د اګست په میاشت کې په راپارېدلو مظاهرو کې په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو زخمیان شوي دي. د هغې خلاف د ځینو وژنو او د انسانیت خلاف د جرمونو مقدمې درج کړی شوي دي.
په ډهاکه کې مېشت انټرنېشنل کرایمز ټرابیونل د حسینه او د هغې د ځینو مرستیالانو د ګرفتارۍ وارنټونه یا امر جاري کړي دي. د بنګله دېش حکومت د نړیوال پولیس یا انټرپول نه هم غوښتنه کړې چې حسینه دې ملک ته په ستنولو کې مرسته وکړي.
نوبل انعام یافته محمدیونس چې د بنګله دېشن نګران مشر دی، تېره میاشت يې ویلي وو چې هندوستان نه به غوښتنه کوي چې شېخ حسین دې ملک بدر کړي.
د یونس په مشرۍ کې د بنګله دېش نګران حکومت لوظ کړی چې حسینه او په احتجاجونو کې په تشدد کې په ککړو کسانو په مقدمې چلوي او د ملګرو ملتونو نه يې غوښتنه کړې چې د وژنو په تحقیقاتو کې دې مرسته وکړي.
پخوانۍ وزیراعظمې هم د وژنو د تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې ممکنه ځینې د قتلونه د امنیتي ادارو نه علاوه د نور چا دلاسه شوي وي.
چارواکو ويلي د پخواني وزیراعظم خلاف په ولسي کچه راپارېدلي تحریک کې د ۷۵۰ نه زیات کسان وژل شوي او په زرګونو نور زخمیان شوي دي.