لورالايي: وسله وال بريد کې د بېنک ساتونکی وژل شوی

د لورالايي مرستيال کمشنر ميران بلوڅ وي او اې ډيوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، نن (د 28م اګست) په غرمه نزدې 11 بجې د مېهتر په بازار کې په درېو موټر سايکلو سواره وسله وال راغلي، ښیې د غلا په نیت راغلي وو

د پاکستان د بلوچستان صوبې د لورالايي ضلعې په مېهتر بازار سيمه کې په يو شخصي بېنک وسله وال بريد کې د بېنک ساتونکی وژل شوی دی.

د لورالايي مرستيال کمشنر ميران بلوڅ وي او اې ډيوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، نن (د 28م اګست) په غرمه نزدې 11 بجې د مېهتر په بازار کې په درېو موټر سايکلو سواره وسله وال راغلي، ښیې د غلا په نیت راغلي وو، په بېنک ورتلل خو د بېنک ساتونکي په دوی ډزې کړي او په د وسله والو په ډزو کې د بېنک يو ساتونکی وژل شوی دی.

نوموړي وویل، په موټرسايکلو سواره کسان د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي.

بلوڅ زياته کړه، هغه د پېښې ځای ته رسېدلی، او بيا د ده په مشرۍ په علاقه کې اېف سي او ليويز د لټون عمليات پيل کړي دي.

د پښتون ملي عوامي ګوند یو ځايي مشر ملک عقل خان امزازی وايي، په دې وطن کې ترهګري روانه ده دوه ورځې وړاندې په بلوچستان کې د ترهګرۍ غټې پېښې وشوې.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، مېهتر پرامنه علاقه وه، تراوسه پورې پکې داسې واقعات نه دي شوي، وړاندې جرګې شوي چې نااشنا خلکو ته به ځای ته ورکول کيږي، نن سهار ناڅاپه خلک راغلل، په بېنک یې ډزې وکړې. دا پېښه وشوه.

هغه زياته کړه، په پرامنه علاقه کې دا ټول پېښه کېدل د اندېښنې خبره ده، خلک غوښتنه کوي چې په دې پېښه کې ککړ کسان دې معلوم کړل شي.

د سرچينو ترمخه، په مېهتر کې ځينې سرکاري دفترو ته هم ويل شوي چې د څو ورځو دپاره دفتر وتړي.
لورالايي د دوکۍ، زيارت، قلعه سېف الله سره لګېدلي دي.

بلوچستان کې دا پېښه په داسې حال کې ویل شوي، چې د 25م او 26م اګست) په مينځنۍ شپه کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په پوله د بلوچستان صوبې د موساخېل ضلعې په راړه شم علاقه کې وسله والو د پنجاب او بلوچستان ترمنځ غټه لاره باندې ناکې لګولې، د ګاډو نه یې کسان کوز کړي، د چارواکو په وينا يواځې په موساخېل کې یې 22 تنه وژلي وو په وژل شوو کې د ګاډو ډرايوران او عام کسان وو.

بلوچستان کې په دغو ورځ نورو څو سيمو کې د چارواکو په وينا، د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې وه.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شريف، د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان وزيراعلا سرفراز بګټي د بلوچستان يادې پېښې غندلي دي.

پرون د کابينې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شریف وويل، "بلوچستان کې چې د ترهګرۍ کومې تازه پېښې شوي د هغې چې څومره غندنه وشي، هغه کمه ده، بې ګناه خلک وژل شوي، او د ترهګرو غلط فهمي ده او دوی ناپاکه ارادې لري، غواړي چې پاکستان کې د پرمختيا لاره او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک مخه ونيسي او د چين سره د پاکستان اړيکې خرابې کړي".

هغه زياته کړه، "بلوچستان کې چې دا وخت ترهګر کومې کارروايانې کوي پاکستان کې دننه بې ثباتي جوړول غواړي، د هغو دا ارادې به ناکامه کيږي. خو شرط به دا وي چې مونږ خپل دښمن وپېژنو او پرضد یې يو شو".