د لاهور د جلسې نه وړاندې عدالت د علي امین ګنډاپور د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی

په لاهور کې د تحریک انصاف ګوند له جلسې وړاندې د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی دی.

د خالي- شنبې په ورځ د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې جج طاهر عباس سپرا د پي ټي آي د مشرانو په ضد د ترهګرۍ د دفعو لاندې داسلام اباد په آي ناین پولیس تاڼه کې په درج مقدمه کې د ګرفتارۍ نه وړاندې د علي امین ګنډا پور د ضمانت د خواست اورېدنه کړې ده.

د اورېدنې په مهال د علي امین ګنډاپور وکیل راجه ظهور الحسن د خپل موکل د حاضرۍ نه د استثناء درخواست عدالت کې جمع کړو خو سرکاري وکیل په هغې اعتراض وکړو اؤ وي ویل عدالت باید د ملزم رویې ته وګوري،د هغه له لوري پرله پسې خلاف ورزي کیږي.

جج طاهر عباس سپرا وویل په تېره اورېدنه کې هم ملزم د حاضریدو نه د معافۍ خواست ورکړی ؤ خو بیا یې د اتم ستمبر په جلسه کې طبعیت سم ؤ.

وکیل ظهور الحسن وویل عدالت دې نن د حاضرۍ نه د استثناء خواست منظور کړي، باور ورکوم چې علي امین به د عدالت مخې ته وړاندې کیږي.

عدالت د فریقینو له دلیلونو اورېدو وروسته د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړو.

ټاکل شوې ده چې حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف نن د لاهور په کاهنه سیمه کې جلسه کوي چې ددغه جلسې لپاره د لاهور ضلعي انتظامیې تحریک انصاف ته په 43 شرطونو اجازه ورکړې ده.

د لاهور د ضلعې انتظامیې له لوري په اېښودل شوؤ شرطونو اؤ ضابطو کې یو شرط دا هم اېښودل شوی چې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور به په اتم ستمبر اسلام اباد کې شوې جلسې ته پخپله وینا بخښنه غواړي.

د اسلام اباد په جلسه کې وزیراعلا ګنډا پور په پوځ سختې نیوکې کړې وې چې تر جلسې وروسته هغه په مرموز ډول تر اتوؤ ساعتو په اسلام اباد کې بې درکه شوی ؤ.

د تحریک انصاف مشر عمران خان تور لګولی ؤ چې وزیراعلا ګنډا پور د اسټیبلشمنټ په وینا پورته کړل شوی ؤ خو پوځ یا نورو امنیتي ادارو د عمران خان ددغه تور تر اوسه نه خو تایید کړی اؤ نه تردید.

د لاهور د ډپټي کمشنر لخوا د پي ټي آي د جلسې په اړه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د جلسې وخت به یې د ماسپښین له دریوؤ بجو تر شپږو بجو وي اؤ هیڅ یو اشتهاري مجرم یا مخرور به دې جلسه کې نه خو ګډون کوي اؤ نه به په اسټیج ودرېږي.

بیان کې ویل شوي که جلسه کې کوم مخرور ولیدل شو نو په نیولو کې به یې د جلسې انتظامیه کومک کوي اؤ که دغسې ونه کړي نو د جلسې په انتظامیه به د مخرور د مرستې مقدمه درج کیږي.

په شرطونو اؤ ضابطو کې ویل شوي چې جلسه کې به هیڅوک د افغانستان بېرغ په لاسونو کې نه پورته کوي اؤ نه به هم چاته د ډنډو سره جلسې ته د ورتګ اجازه ورکول کیږي.

د اعلامیې له مخې جلسه کې به د پاروونکو اؤ سپکاوي د نعرو اجازه نه وي اؤ نه به هم د کوم سیاسي یا مذهبي ګوند اؤ یا هم د کوم هیواد سره د تعلق لرونکي تن ګوډاګی یا بېرغ سوځول کیږي.