پاکستان : دمناسب وخت په رارسيدو به ملا برادر خوشې کوؤ

تيره ورځ پاک افغان سرحدي سيمه ژوب کې دافغان ځواکونو دډزو داولسي وگړو دوژل کيدو په پيښه ديوې پوښتنې ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان په دغه پيښه ژوره انديښنه لري

دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدري چوهدري دزيارت په ورځ وئيلي دي چې پاکستان دباثباته، پرامنه اؤ خوشحاله افغانستان ليدو ته ليواله دى اؤ په دغه لړ کې به هرقسمه مرسته ورکولى شي.
دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز تيره ورځ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي وؤ چې ملا عبدالغني برادر به روانه اوونۍ کې خوشې کولى شي، خو ښاغلي عزيز په ډاگه کړې وه چې دجوړجاړي دعمل دبرياليتوب لپاره به برادر کابل ته نۀ شي سپارلى.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال اعزازاحمدچوهدري ترکي يا سعودي عرب ته دملا برادر دسپارلو په اړه راپورونه رد کړل اؤ وې وئيل دغسې خبرونو کې هيڅ ريښتونوالى نشته .
دهغه وينا وه پاکستان په اصولي توگه دمناسب وخت په رارسيدو دملا عبدالغني برادر دخوشې کولو فيصله کړې ده.
هغه وويل چې دافغان طالبانو دخوشې کولو مقصد( افغانستان کې) دجوړجاړي عمل کې مدد ورکول دي.
هغه وويل چې طالب بنديان دافغان حکومت په غوښتنه خوشې کړل شوي دي اؤ زياته يې کړه چې پاکستان به دجوړجاړي دعمل دبرياليتوب لپاره گامونه اخستل دوامداره ساتي.
هغه وويل چې پاکستان دافغانستان پشمول دټولو گاونډي هيوادونو سره دپرامنه اړيکو ساتلو لپاره گامونه اخستي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه ترکي ته دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف اوسنۍ دوره کاميابه وگرځوله اؤ زياته يې کړه چې دمرستې سيوا کولو په خاطر ددغه دورې په مهال بيلا بيلو څانگو کې په ١٢ؤ تړونونو لاسليکونه شوي دي.
هغه وويل وزيراعظم نواز شريف به د٢٣م څخه ٢٩م ستمبر پورې دامريکا سفر کوي اؤ په دغه مهال به دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته دوينا ترڅنگ دبيلا بيلو هيوادونو مشرانو سره ليدنې کوي.
وزيراعظم نواز شريف به په ٢٧ ستمبر دجنرل اسمبلۍ غونډې ته خپله وينا کې دپاکستان دخارجه تگلارې په اصولو اؤ نړيوالو اؤ سيمه ييزو معاملو رڼا اچوي.
دخارجه دفتر وياند وويل وزيراعظم پخپله دغه وينا کې دترهه گرۍ دخاتمې لپاره دموجوده حکومت په هلو ځلو اؤ سيمه کې دثبات راوستو په اړه په هڅو بحث کوي.
اعزاز احمدري چوهدري وويل چې واشنگټن اؤ اسلام اباد دواړه راتلونکو مياشتو کې دامريکائي صدر براک اوباما اؤ وزيراعظم نواز شريف ترمينځ ديوې ليدنې په اړه رابطه کې دي اؤ زياته يې کړه چې نيويارک به دوخت دکمي په وجه دصدراوباما اؤ وزيراعظم نواز شريف ترمينځ ملاقات نۀ کيږي.
هغه وويل افغانستان يو ورور گاونډي هيواد دى اؤ پاکستان ورسره ښې اړيکې لرل غواړي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دپاکستان اؤ هند حکومتونه نيويارک کې ددواړو هيوادونو دوزيراعظمانو ترمينځ ديوې ليدنې دانتظاماتو لپاره رابطه کې دي.
هغه وويل توقع کيږي چې دواړه مشران به په دغه مهال دسترو ستونزو دهوناري لپاره دمذاکراتو دبيا شروع کولو په لارو چارو غور وکړي.
تيره ورځ پاک افغان سرحدي سيمه ژوب کې دافغان ځواکونو دډزو داولسي وگړو دوژل کيدو په پيښه ديوې پوښتنې ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان په دغه پيښه ژوره انديښنه لري اؤ زياته يې کړه چې په اسلام اباد کې دافغانستان ناظم الامور خارجه دفتر ته راغوښتل شوى اؤ دپيښې په اړه ورته دپاکستان جذبات بيان کړل شوي دي.
هغه وويل پاکستان افغان حکومت څخه ددغه پيښې دپلټنو غوښتنه کړې ده اؤ په ډاگه کړې يې ده چې بايد په مستقبل کې دغه شان پيښې بيا تکرار نۀ شي.
هغه وويل ددغه پيښې له امله به ددواړو هيوادونو ترمينځ دوه اړخيزه خپل مينځي اړيکې نۀ اغيزمنې کيږي.