د امریکې صدر جوبایډن او د هغه چینایي سیال شي جینپینګ د نومبر پر 16مه د پیرو په لیما ښار کې د اېپیک غونډې په څنډه کې سره لیدلي او د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو په ګډون یې د همکاریو او اختلافاتو پر ګډو موضوعاتو "سپینې" او "رغوونکې" خبرې کړې دي.
دا د دواړو ولسمشرانو تر منځ په تېرو څلورو کلونو کې درېیمه مخامخ ناسته ده، خو له مخامخ لیدو پرته یې د روان کال د اپرېل پر دویمه په ټیلیفون هم خبرې کړې وې.
بایډن د چین صدر ته ویلي، په خپل هېواد کې د طاقت د وسایلو په برخه کې سرمایه کاري او د نړۍ په کچه له ملګرو او متحدینو سره برابري او صف بندي د ده د حکومت په بهرنۍ پالیسۍ کې مرکزي ځای درلود.
سپینې ماڼۍ د دواړو مشرانو د لیدو په اړه په خپل بیان کې ویلي، صدر بایډن د هغو هڅو هرکلی وکړ چې وایي له چین سره د خبرو اترو لارې پرانیستې ساتي، وایي په دې توګه به دواړه هېوادونه خپله سیالي په ذمه وارۍ ترتیب کړي او د شخړو یا جنجالونو مخه به ونیسي:
"دواړو مشرانو د تېرو څلورو کلونو دوه اړخیزو اړیکو ته بیاکتنه وکړه او په ذمه وارۍ سره د تعلقاتو د سیالۍ اړخونو د ترتیبولو او او د همکارۍ په څانګه کې د پرمختګ د هڅو جایزه یې واخیسته، چې پکې د نشه یي توکو خلاف مبارزه، د دواړو پوځونو رابطې، له مصنوعي ذهانت سره تړلي خطرونه، موسمي بدلون او د خلکو تر منځ تبادله شامله ده".
د چین له صدر سره دا د خپل صدارت په وخت د ولسمشر جوبایډن وروستۍ مخامخ لیدنه ګڼل کېږي او د چین صدر له هغه سره په خبرو کې تمه څرګنده کړې ده چې غواړي د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ له حکومت سره هم په شریکو برخو کې کار کولو ته دوام ورکړي.
په واشنګټن کې د چین سفارت او د چین د بهرنیو وزارت دواړو هم د دغې لیدنې په اړه معلومات خپاره کړي او وایي دواړه ولسمشران فکر کوي چې ناسته یې "څرګنده، ژوره او تعمیري" وه او وایي "دوی په تماس کې پاتې کېدو ته لېوالتیا څرګنده کړه".
د چین سفارت وایي صدر جينپينګ په خپله پرانيستونکې وينا کې وويل، په تېرو څلورو کلونو کې د چين او امريکې اړیکې کله پورته کله کښته وې خو وایي دواړو ګټورې خبرې او همکاري هم سره کړې او په مجموعي توګه یې اړیکې مستحکم پاته شوې دي. سفارت پر خپل ایکس د چینایي صدر له خولې لیکلي:
"که دواړه هیوادونه یو له بل سره د شریک او دوست په توګه چلند کوي، د اختلافاتو لرې کولو لپاره ګډې لارې لټوي او د یو بل په بریالیتوب کې مرسته کوي، د دوی اړیکې به مهم پرمختګ وکړي".
د امریکې نوي ټاکل شوي صدر ټرمپ د بهرنۍ تګلارې پر مهمو څوکیو هغه کسان ګومارلي چې د چین سرسخته نقادان دي او امکان لري د دوی ګومارل د بېجینګ خلاف د امریکې د لا ډېر لانجمن او مخالف دریځ سبب شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یینګ هم د دواړو مشرانو د لیدنو په اړه په خپل بیان کې ویلي، صدر شي بایډن ته وویل چې دواړه هېوادونه باید څرګند سټرېټیجیک دریځ ولري او یوه نوې سړه جګړه باید ونه شي او نه دا جګړه ګټل کېدای شي.
په بیان کې د چین د صدر له خولې ویل شوي دا مهمه ده چې امریکا او چین له یو بل سره "د برابرۍ چلند" وکړي، پر یو بل خپله خوښه ور ونه تپي او یو بل د پرمختګ له جایز حقه محروم ونه ساتل شي:
"دا مهمه ده چې سرې کرښې او مهم اصول چېلنج نه کړی شي. د چين او امريکا غوندې دوو سترو هېوادونو تر منځ تضاد او اختلافات نه ردېدونکي دي، خو یو اړخ باید د بل بنیادي ګټې زیانمنې نه کړي".
سپینې ماڼۍ په خپله بیان کې ویلي، دواړو مشرانو په تېر کال کې د خپلو پوځونو تر منځ د لوړې کچې د اړیکو د بیا پیلېدو، د امریکې او چین د دفاعي پالیسۍ د همږغۍ په اړه د خبرو او نورو مذاکراتي هڅو هرکلی وکړ او د اړیکو د دوام پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د وایټ هاوس په بیان کې ویل شوي دواړو مشرانو د مهمو سیمه ییزو او نړیوالو چېلنجونو په اړه هم د نظر تبادله وکړه او وایي صدر بایډن روس ته د شمالي کوریا د زرګونو پوځیانو لېږل وغندل او دا یې د اوکراین خلاف د روس د غیرقانوني جګړې خطرناکه پراختیا وبلله چې وایي یورپ او د انډو پېسیفیک هېوادونو سولې او امنیت ته به شدیدې نتیجې ولري.