بایډن د صدارت په وروستۍ ورځ امریکایانو ته وویل، "د ښې ورځې په راتګ باور ولرئ"

د امریکې صدر جوبایډن د خپل صدارت وروستۍ ټوله ورځ په ساوت کېرولاینا ایالت کې تېره کړه او هلته یې له تورپوستو امریکایانو سره په دوو جلا جلا غونډو کې ګډون وکړ او ماښام په تیاره کې سرښار واشنګټن ډي سي ته را ستون شو چې ورسره د ده د صدارت وروستۍ ورځ هم ختم شوه.

جو بایډن د یکشنبې- اتوار په ورځ له امریکایانو وغوښتل چې "په راتلونکې کې د یوې ښې ورځې په راتګ باور ولري" او په امریکا کې د مدني حقونو د هغه تحریک پر اغېزو دې فکر وکړي چې وایي دی یې سیاست کولو ته هڅولی وو.

د ریپبلکن منتخب صدر ډانلډ ټرمپ تر سوګند مخکې ماښام باندې بایډن په هغه ایالت کې وروستۍ الوداعي وینا وکړه چې د 2020م کال د انتخاباتو لپاره د خپل ډیموکرېټ ګوند په ګوندي ټاکنو یا پرایمري کې یې د هغه په بریا کې رول تر سره کړی وو او هغه وروسته په صدارتي ټاکنو کې د امریکې صدر ټاکل شوی وو.

بایډن د «رایل میشنري بېپټیسټ» په نوم کلیسا کې یوې غونډې ته په دې اړه خبرې وکړې چې ده ولې د سیاست لاره غوره کړه، وایي د مدني حقونو د تحریک مبارز مارټین لوترکینګ جونېر او رابرټ ایف کېنیډي جونېر د ده سیاسي اتلان وو.

صدر بایډن د ده د ملاتړ کولو په خاطر د ساوت کېرولاینا د خلکو مننه وکړه، "زه ستاسې ډېر زیات پوروړی یم".

د جنورۍ 20مه مارټین لوترکینګ جونېر ته د درناوي وړاندې کولو لپاره فیډرل رخصتي ده چې هر کال په امریکا کې لمانځل کېږي. کینګ د مدني حقونو په غورځنګ کې د عدم تشدد پلوی وو چې په فیډرل او ایالتي قانون او مدني ټولنه کې یې د نسلي توپیر خلاف مبارزه کوله.

که څه هم نن د جنورۍ 19مه د جوبایډن له صدارت سره د هغه د سیاست د پای ته رسېدو وروستۍ ورځ هم ګڼل کېږي خو هغه د ساوت کېرولاینا په غونډه کې وویل، چې "زه چرته هم نه ځم" او د غونډې ګډونوالو ورته چکچکې وکړې. بایډن وویل:

"موږ پوهیږو چې د دې ملت د روح د نجات لپاره مبارزه ستونځمنه او روانه ده. موږ باید هیله من و اوسو، موږ باید ښکېل پاتې شو، موږ تل باید په راتلونکې کې د ښې ورځې په راتلو باور وساتو."

صدر بایډن چې د اسرایل او حماس تر منځ ډزبندۍ ته د رسېدو لپاره په خبرو اترو کې مرسته کړې، د خپل صدارت په وروستۍ ورځ یې وویل، "له ډېر درد، تباهۍ او مرګونو وروسته نن په غزه کې ټوپکونه غلي شوي دي."

بایډن زیاته کړه، "دا اوس په راتلونکې ادارې پورې اړه لري چې د دې تړون په عملي کولو کې مرسته وکړي. زه خوشاله یم چې زموږ ټیم په وروستیو ورځو کې د یو [منځګړي] غږ په توګه پکې خبرې وکړي".

بایډن ټرمپ ته په ګرانه د تر سره شوي تړون د ساتلو په اړه ځینې مشورې ورکړې او ویې وویل، "د بریالیتوب لپاره مستقل مزاجۍ او په سیمه کې زموږ د ملګرو دوامداره ملاتړ او د مخنیوي په وسیله پر سفارتکارۍ باندې باور ته اړتیا ولري."

بایډن په ساوت کېرولاینا کې نړیوال افریقایي امریکایي میوزیم ته هم ورغی. دا میوزیم په داسې ځای کې جوړ شوی چې د 1760م د لسیزې له وروستیو بیا تر 1808م پورې په لسګونو زره افریقایان د غلامانو په توګه امریکې ته راوړل شوي وو.

بایډن د افریقایي امریکایانو په نړیوال میوزیم کې د خپلې وینا په مهال غلامي "د امریکا اصل ګناه" وبلله. بایډن وویل:

"دا موزیم ډېر مهم دی. دا د افریقایي امریکایانو د صدمې او بریا د تجربې مجسمه نخښه ده او دا حقیقت مجسم کوي چې د تورپوستو تاریخ د امریکا تاریخ دی".

صدر جوبایډن د تېر کال د نومبر صدارتي ټاکنو ته په دویم ځل هم د خپل ډیموکرېټ ګوند په استازیتوب نوماند ټاکل شوی وو، خو له ټرمپ سره په لومړۍ صدارتي مباحثه کې د هغه پر کاکردګۍ او عمر باندې د هغه د ګوند له نیوکو وروسته نوموړي له سیالۍ لاس واخیست او کاملا هېریس یې صدارتي نومانده وټاکله چې ډانلډ‌ ټرمپ ترې ټاکنې وګټلې.