که د احمدشاه ابدالي رول ناوړه وای، نو ما به نه ادا کولای ـ سنجی دت

له نن نه ٢٥٨ کاله پخوا، په کال ١٧٦١ کې د پاني پت درېیم جنگ وشو چې د هند په تاریخ کې تر ټولو غټه او بې سارې جگړه بلل کیږي. د دې جگړې گټونکی، د افغانستان د معاصر دولت بنسټ اېښودونکی پاچا، احمد شاه ابدالي و چې په پښتنو کې د احمد شاه بابا په نوم یادیږي.

دوه نیمې پېړۍ وروسته، په هند کې اوس هغه جگړه په یو سینمایي فلم کې ښودل کیږي چې په کې د احمد شاه بابا رول، سنجی دت لوبوي، او هغه هم په بالیووډ کې په سنجو بابا مشهوره دی.

د فلم د جوړېدو چارې بشپړې شوي او تمه ده چې د ډسمبر پر ٦مه سینماوو کې نندارې ته وړاندې شي. خو په افغانانو، او په عمومي توگه په ټولو پښتنو کې دا اندېښنه راپیدا شوی چې "سنجو بابا" به د "احمدشاه بابا" رول څنگه ادا کړی وي، او فلم جوړوونکي، اشوتوش گواریکر به تاریخ ته څه رنگ ورکړی وي؟

د گل/اتوار په ورځ سنجی دت په خپل ټویټر د پاني پت فلم نوی پوسټر خپور کړ، چې هغه پکې د احمد شاه بابا په رول کې راڅرگند شوی. په دې نوي پوسټر کې، د احمد شاه ابدالي څهره، ډېره هېبتناکه ښودل شوې ده.

سنجی دت له دې پوسټر سره لیکلي: "احمد شاه ابدالي ـ چېرته چې یې سیوری خورېږي، هلته مرگ رانازلیږي."

سنجی دت دا هم ویلي چې سبا د نهې/سې شنبې په ورځ به د فلم پوره آفیشل ټرېلر هم خپور شي.

که څه هم تر اوسه د فلم پوره قصه او څرنگوالی ندی معلوم، او نه یې حتی ټرېلر خپور شوی دی، خو بیا هم د بالیووډ وروستیو فلمونو ته په نظر سره چې په تاریخي کسانو باندې جوړ شوي دي، ځینو ته دا اندېښنې را پیدا کړي چې په دې فلم کې د احمد شاه ابدالي سپکاوی نه وي شوی.

د افغان حکومت اندېښنې

د پاني پت فلم د څرنگوالي په هکله، نه یوازې عامو پښتنو ته، بلکې د افغانستان حکومت ته هم اندېښنې راپیدا شوې، او له همدې امله په هند کې افغان سفارتکاران وایي چې دوی څو څو ځله هڅه کړې ده د فلم له جوړوونکو سره په تماس کې شي او دا اندېښنې ورسره شریکې کړي.

په ممبئی ښار کې افغان قونسل، نسیم پښتون شریفي، وي او اې ډېوه ته وویل چې افغان سفارتکارانو په کراتو، او د مختلفو لارو هلې ځلې کړي چې د پاني پت فلم له جوړوونکو او اداکارانو سره په خبرو کې، د فلم څرنگوالی ځان ته معلوم کړي.

ښاغلي پښتون شریفي وویل چې په دې اړه یې پخپله له سنجی دت سره هم ټلیفوني خبرې کړي او هغه ډاډ ورکړی چې "که چیرته د احمد شاه ابدالي رول په فلم کې ناوړه وای، نو ما به یې رول نه لوباوه."

په ممبئی کې افغان قونسل نسیم پښتون شریفي

د افغان قونسل په وینا، د فلم جوړوونکي اشوتوش گواریکر ورته ویلي چې دوی به د هند تاریخ په فلم کې نندارې ته ږدي.

افغان قونسل نسیم پښتون شریفي، د افغانستان او هند حکومتونو اوسنیو دوستانه علایقو ته په اشارې سره دا هم وویل چې هند یو آزاد ملک دی، او د شخصي کمپنیو په لاس جوړ شوي فلمونه یې له حکومتي سیاست سره پرتله کیدای نشي.

بل اړخ ته په اسلام آباد کې یو تاریخپوه جهانداد خان، بیا بالیووډ د سیاست سره تړلی گڼي. هغه وایي: "هندي سینما په اصل کې د ښي اړخي هندو نشنلیزم په خدمت کې ده، کوم چې په دې ورځو کې په غوړېدو دی."

څه موده مخکې بالیووډ د پدماوت فلم وړاندې کړ چې په هغه کې، د تاریخ پوهانو په وینا، سلطان علآ الدین خلجي ته ډېر سپکاوی شوی و او تاریخي پیښې غلطې ښودل شوې وې.

په فلم کې د سنجی دت نه علاوه، ارجن کپور هم شته چې هغه بیا د مرهټه ځواکونو د سردار سداشیو راو بهاو رول لوبولی، او کریتي سېنون به یې د پاروتي بای په توگه د مېرمنې رول ولري.

پر سوشل میډیا غبرگونونه

د پاني پت فلم، د خپرېدو مخکې لا پر سوشل میډیا تاوده بحثونه راپارولي دي. د اداکار سنجی دت د ټویټ په ځواب کې گڼ شمیر خلکو بیلابېل نظرونه شریک کړي دي.

د اکرام یوسفزي په نوم یو کس ورته لیکلي: "روانې سیاسي سناریو ته په نظر سره او دې ته په کتلو چې بالیووډ هم غواړي ځان ورسره عیار کړي، زه شکمن یم چې که دا فلم به حقایقو ته لا نږدې هم نه وي."

د رېسسټنټ په نوم یو بل ټویټر کاروونکي بیا لیکلي: "مونږ ولیدل چې بالیووډ څرنگه علآالدین خلجي انځور کړ او ویې ښود، له ډېرو دروغو او جعلیاتو سره. تمه مې دا ده چې د احمدشاه بابا په هکله به هم همدا ډول دروغ وړاندې کړي."

سمیر لمر بیا پر ټویټر لیکلي: "په دې هیله چې د پاني پت (فلم جوړولو) ټیم، تاریخ جعل نه کړي. د پاني پت درېیم جنگ، د هند په تاریخ کې بد حیثیت لري، خو د افغانانو دپاره طلایي دور و. همدا راز احمد شاه ابدالي د نوي افغانستان بنسټ اېښودونکی دی."

احمد شاه ابدالي د پښتنو تاریخي مشر او د نوي افغانستان د واکمنۍ باني دی چې له همدې امله پښتانه او په ټوله، افغانان، ورته "بابا" وایي. خو د هغه له نوم څخه گاونډیو هېوادونو هم کار اخیستی دی. پاکستان چې د هند اېټمي سیال هیواد گڼل کیږي، پر خپل یو ډول میزاییل یې لا د ابدالي نوم ایښودلی دی.