د مشهور باکسر محمد علي ښځه کابل ته رسېدلې او طالبان وايي هغه به یو سټېډیم جوړوي

د کال ۲۰۰۲ د نومبر په میاشت کې محمدعلي د افغانستان د دورې په مهال په کابل کې د باکسېنګ یو کلب ته هم ورغلی و

د امریکې د مشهور باکسر (سوک وهنونکي) محمد علي مخکنۍ ښځه کابل ته رسېدلې او د افغانستان واکمنو طالبانو د جمعې په ورځ وویل خلیله علي به د یو سټېډیم پرانسته کوي. طالبانو د ښځو په لوبو پابندي لګولې ده.

په ۱۹۶۷ کې د واده وروسته خلیله تر لسو کلونو پورې د محمد علي په نکاح کې وه.

د طالبانو د حکومت مطبوعاتو وویل خلیله به پېروزي نومې د لوبو سټېډیم (لوبغالی) او د محمد علي په نوم د لوبو یو تنظیم جوړوي.

خلیله په ۱۹۵۰ کې په امریکا کې د بلېنډا بواېډ په نامه پېدا شوې وه خو د واده نه پس یې اسلام قبول کړو.

محمد علي خپله هم په ۲۰۰۲ کې د امریکايي ځواکونو د لاسه د طالبانو پخوانی حکومت د ختمېدو یو کال وروسته کابل ته تللی و او د ملګرو ملتونو د امن د استازي په حېث يې د جینکو د یو سکول دوره کړې وه.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو په خصوصي توګه په ښځو ګڼ شمېر بندیزونه لګولي دي چې جېنډر اپارټایډ یا د صنف په بنیاد امتیازي سلوک بلل کېږي او ترمخه يې ښځې په عمومي ځایونو کې په لوبو کې شرکت نه شي کولی.

د کال ۱۹۹۶ نه تر د کال ۲۰۰۱ پورې د طالبانو په پخواني حکومت کې په سټېډیمونو کې خلکو د سزاګانې ورکول عام وو. د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې لږ تر لږه دوه کسان په لوبغالونو کې اعدام شوي دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې په مارشل ارټس یا د کشتۍ په شان لوبو هم پابندي لګولې ده او دا لوبې يې غېر اسلامي بللې.

د خلیله علي د وېب پاڼې ترمخه، هغه خپله هم د مارشل ارټس لوبغاړې، ادا کاره او لیکوالا ده.

محمد علي د امریکې په کېنټکي ریاست کې د کېسیس کلی په نامه زېږېدلی و. هغه نه یوازې د باکسېنګ عظیم لوبغاړی ګڼل کېدو بلکې په امریکا کې د افریقايي امریکایانو د شهري حقونو فعال هم و. هغه په ۲۰۱۶ کې وفات شو.