په باجوړ کې د خېبرپښتونخوا صوبايۍ اسمبلۍ (PK-22) په حلقه ضمني انتخابات روان دي

د الېکشن کمېشن ترمخه، د پي کی -22 باجوړ-17 په خالي څوکۍ ضمني انتخابات نن سهار په اته بجې پيل شوي او مازيګر پينځو بجو پورې به بې د کومې دمې د رایو ورکولو عمل روان وي

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه باجوړ کې د صوبايي اسمبلۍ (PK-22) په حلقه ضمني انتخابات روان دي، د الېکشن کمېشن ترمخه په ياده حلقه 12 امېدواران په ميدان کې دي.

په ياده حلقه د اتمې فرورۍ عامو انتخاباتو کې د امېدوار رېحان زېب د وژنې له امله ټاکنې ځنډول شوې وې، رېحان زېب په 31مه جنورۍ د انتخاباتو د کمپاين په وخت په يو وسله وال بريد کې وژل شوی وو، د هغه تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو خو د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ په حلقه (اېن اې 8) او (پي کی22) نه د ازاد امېدوار په حيث ولاړ وو.

په يادو دواړو حلقو بيا په 21م اپرېل انتخابات شوي او د رېحان زېب ورور مبارک زېب يادې دواړه څوکۍ ګټلې وې، نوموړي د قامي اسمبلۍ پخواني غړي د تحريک انصاف حمايت يافته سنی اتحاد کونسل امېدوار ګل ظفر خان ته ماتې ورکړې، هغه بيا د قامي اسمبلۍ څوکۍ اخستې او د صوبايۍ اسمبلۍ څوکۍ يې پرېښودې وه، په کومه چې نن انتخابات روان دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه، د پي کی -22 باجوړ-17 په خالي څوکۍ ضمني انتخابات نن سهار په اته بجې پيل شوي او مازيګر پينځو بجو پورې به بې د کومې دمې د رایو ورکولو عمل روان وي.

ويل شوي، په ياده حلقه مجموعي 179,010 ووټران رجسټرډ دي او 91 پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوي دي.

ويل شوي په ياده حلقه د عوامي نېشنل ګوند محمد نثار باز، د تحریک انصاف حمايت يافته سني اتحاد کونسل راحت الله سره د جماعت اسلامي، پاکستان پيپلز ګوند امېدواران هم په ميدان کې دي، او د مبارک زېب د تره زوی ميا حبيب ګل چې د نورو اووه ازادو کاندېدانو سره انتخاباتو ته ولاړ وو، د سني اتحاد کونسل ملاتړ یې کړی دی.

ځايي خبريالان وايي، ښيې د عوامي نېشنل ګوند د نثار باز او سني اتحاد کونسل د راحت الله ترمنځ سخته مقابله وشي.

ځايي خبریال انوار الله خان وي او اې ډيوه ته وویل، هغه په خپله څو پولينګ سټېشنو ته ورغلی، د ماسپښين پورې ډېره ګڼه ګوڼه نه ليدل کېده، خو ښيې مازيګر ته ګڼه سېوا شي.

هغه وویل، دغه حلقه چې نن پرې انتخابات کیږي د باجوړ مرکزي سيمه ده، او ځوانان زيات ليدل کېده چې په انتخابي عمل کې زيات فعال وو.

هغه وویل، د ماسپښينه پورې په حلقه کې په کوم پولينګ سټېشن د ګډوډي يا ناامنۍ کوم خبر نه دی ترلاسه شوی، او چارواکو دعوه کړې، د امنيت کلک ګامونه پورته کړل شوي دي.

په ياده حلقه د انتخابي کمپاين په مهال په درېمه جولايۍ د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه ‏سره څلور نور کسان په چاودنه کې وژل شوي وو.‏

هدايت الله خان چې وراره یې په نننيو انتخاباتو کې امېدوار دی، د هغه انتخابي کمپاين له علاقې ته ورغلی وو.