د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ په کابېنه او په حکومت کې شاملېدو دپاره نامزد شویو ځینو کسانو ته د بم په شمول د تشدد نه ډکې اودړکې ورکوی شوي دي.
د ټرمپ ترجمانې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په دړکو کې سواټېنګ هم شامل دی چې په کې په ټېلې فون په دروغو د بېړني صورتحال د مخنیوي دپاره قانون نافذ کوونکې ادارې رابلل کېږي.
د ټرمپ ترجمانې کېرولاین لوېټ په یو بیان کې وویل د ټرمپ د حکومت دپاره نومول شویو کسانو ته دړکې د نهې، سه شنبې، او د شورو، چهارشنبې، په سحر ورکړی شوي دي او قانون نافذ کوونکو ادارو په بېړنۍ توګه ګامونه واخیستل چې تحفظ يې یقیني کړي.
لوېټ د دړکو په اړه نور څه تفصیل وړاندې نه کړو او نه يې هم دا وویل چې څوک څوک په هدف شوي.
د امریکې د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او د انصاف وزارت چارواکو په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
لوېټ وویل په دړکو کې د بم دړکې هم شاملې دي.