د چمن پرلتوال وایي حکومت له خپلو ژمنو اوښتی او دوی بیا احتجاجي پرلت پیلوي

په چمن کې د ختم کړل شوي پرلت وياند وایي حکومت ورسره په قسم وعدې کړې دي چې له افغانستان سره پر چمن پوله د ځایي خلکو تګ ﺭاتګ به د پخوا په څېر په شناختي‌کارډ وي، د ﺭوﺯګاﺭ ستونځه به حل یې کیږي خو وایي اوس حکومت له دغو وعدو پر شا شوی ځکه دوی بيا پرلت شروع کوي.

د پاکستان حکومت وایي له افغانستان سره یې د چمن په پوله د اوښتو لپاره د ویزې اؤ پاسپورټ شرط علمي کړی خو روانه اوونۍ دعوې وشوې چې حکومت د پاسپورټ شرط بېرته اخستی اؤ اوس یواځې په تذکره اؤ شناختي کارډ خلک په چمن دروازه اوښتی شي.

په مطبوعاتو ددغسې دعوؤ مخې ته له راتلو وروسته د چمن پرلتوالو د اوږدې مودې خپل احتجاجي پرلت ختم کړی خو د پرلت ویاند وایي چې حکومت اوس بیا له خپلو وعدو پر شا شوی دی.

ویاند وایي دوی سره په قسم یا سوګند خبره شوې وه چې د ځایي خلکو تګ راتګ به د پخوا په څېر په شناختي کارډ اؤ تذکره وي اؤ د خلکو د روزګار ستونزه به هواریږي خو وایي اوس چې حکومت له خپلې ژبې اوښتی نو دوي بېرته خپل احتجاجي پرلت پېلوي.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي آر مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف په ۲۱مه جولاي یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې ځینې قوتونه افغانستان سره د پاکستان نرم بارډر غواړي حال دا چې افغانستان د خپلو نورو ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په ویزه اؤ پاسپورټ راشه درشه کوي.

هغه ویلي وؤ په شناختي کارډ باندې په پوله د اوښتو غوښتنه که ومنل شي نو دې سره په پوله سمګلنګ یا چاقاق ته لاره هواریږي چې نقصان یې پاکستان ته دی اؤ ویلي یې وو چې د پاکستان لپاره دغه خبره د منلو نه ده.

هغه ویلي وؤ افغانستان سره په ویزه اؤ پاسپورټ د اوښتو راوښتو رجیم عملي کړل شوی اؤ په چمن کې روان احتجاج هم ختم شوی دی.

هم په دغه ورځ د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني نګران وزیر ملک عنایت کاسي ختم شوي پرلت ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې هغه د حکومت اؤ پرلت کوونکو تر منځ ثالثي کړې اؤ حکومت د پرلتوالو غوښتنې منلې دي.

هغه ویلي وؤ حکومت ټول نیول شوي کسان راخوشي کړي اؤ په چمن دروازه به د چمن اؤ سپین بولدک خلک له دې وروسته په شناختي کارډ اؤ تذکره تګ راتګ کولی شي.

خو په دغه اعلان له یوې اوونۍ تېرېدو باجود لا په چمن دروازه په شناختي کارډ اؤ تذکره د خلکو د اوښتو عمل نه دی پيل شوی.

د ختم شوې پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی ډيوه ته وایي چې حکومتې استازو حلفيه طوﺭ دوي ته تسلي وﺭکړې چې ستاسو غوښتني ومنل شوې خو اوس حکومت اوس بيا له خپلو ژمنو څخه پر شا شوی دی.

هغه وایي که چيري حکومت ددوي غوښتنې اوس هم نه مني نو دوي بيا پرلت وهي.

د عبدالصادق اڅکزي په خبره "ﺯموﺯ سره اوس معاهده جنرالانو اؤ عسکري قيادت کړې اؤ د پرلت ختمېدو شرط دا ؤ چې دسلو او ﺯﺭو ﺭوپو پر سټام پيپر د تړون نه وړاندې دواړہ خواؤ پر قران پاک لاس اېښی دی چې له خپلې ژبې به نه اوړي خو چې کوم حالات ﺭوان دي پرلت ختم شو، خو ددوي تګ او ﺭاتګ شروع نه سو".

د پرلت ویاند وایي "دغه پرلت ختميده خو اخري خبره نه ده که اوس هم ﺯموژ غوشتنې عملې نه شوې دغه پرلت به بيا د ايالتي پارليمان مخته وړو"

خو د چمن ضلعې مرستيال کمشنر ﺭاجه اطهر عباس تيره وﺭځ مطبوعاتو ته جاﺭې کړي خپل يو بيان کې د حکومت د نماينده په توګه يو واﺭ بيا دا خبره تکراﺭ کړې چې پر چمن دﺭواﺯه به په پاسپوﺭټ او ويزه باندې تګ او ﺭاتګ وي اؤ بې له دغه اسنادو هيچاته د اوښتو او ﺭا اوښتو اجاﺯه د پاکستان چاﺭواکي نه وﺭکوي.

د چمن ډپټي کمشنر د پرلت والو سره د معاهدې یا تړون امکان ﺭد کړی.

د سیمې څخه عیني شاهدان وایي اوس هم عادې خلک هره وﺭځ د باب دوستي دﺭواﺯې ته ورځي خو پاکستانې چاﺭواکې هغوي ته د سپين بولدک په لوﺭي د تګ کولو اجاﺯه نه وﺭکوي

د چمن اوسیدونکی لالی خان ډیوه ته وایي "موﺯ اوس دﺭې څلوﺭ واﺭې وﺭغلو پر شناختي کاﺭډ مي ويش منډې ته تګ کول غوښتل خو پاکستاني مليشا والا نه پريښودم، موﺯ د حکومت څخه خواست کوو چې د پرلت ختميدو لپاره یې کومه وعده کړط وه هغه دې ومنې موږ دې تګ او ﺭاتګ کولو ته پريږدې نن يواﺯې پاسپوﺭټ اؤ ويزو والا ﺭوان وو ".

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چمن پرلت پرلتوالو سره د مذاکراتو نتیجه کې د سپین بولدک د لارې خلاصېدو اقدام ته خپل غبرګون کې ویلي وؤ د پاکستان حکومت چې په داخلي دروازو کومې پرېکړې کوي باید د طالبانو حکومت سره هم د هغې په اړه خبرې کوي اؤ هغوي هم په اعتماد کې اخلي.

هغه ویلي وؤ د ګډې پوله په اړوند د پاکستان لخوا پخپل سر اقدامات د هغوي حکومت ته منظور نه دي خو د پاکستان حکومت د امیر خان متقي دغه څرګندونو ته لا څه غبرګون نه دی ښودلی.