چمن کې پرلتوال وایي حکومت ورسره ژمنې نه دي پوره کړې او بیا احتجاجي پرلت پیلوي
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان په چمن ښار کې د پرلت کمېټۍ بیا د احتجاجي پرلت پیلولو اعلان کړی. دوی وایي د پاكستان او افغانستان تر منځ پر چمن پوله په شناختي كارډ او تذكره د تګ راتګ په اړه ورسره شوې وعدې نه دي پوره شوې. حکومت وایي بې له پاسپورټه چاته پر پوله د اوښتو اجازه نه ورکوي. تفصیل د نعمت الله سرحدي په رپوټ کې: