چمن کې پرلت او احتجاجونه: ښار کې اړی ګړی او کاربنديز دی، نښتو کې ‏‎30‎‏ تنه ژوبل شوي

د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې پرلت دوام لري، او د مرستیال کمشنر د دفتر مخې ته احتجاج هم پيل شوی، په ‏ښار کې اړی ګړی روان دی، د اېف سي ځواک او احتجاج کوونکو ترمنځ نښتې شوې دي.

د چمن د روغتون چارواکو تایید کړې ده چې په نښتو کې ژوبل شوي ‏‎30‎‏ تنه وروړل شوي دي. احتجاج ‏کوونکي وايي د پرلت نيول شوي مشران دې خوشي کړل شي.‏

د سيمې نه د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي، نن سهار د کوژک غټه لاره هم بنده کړل شوې او د اېف سي ځواک د مرکز مخې ته د احتجاج هڅه شوې، ‏پرلت کوونکو ويلي، په دوی د اېف سي ځواک لخوا ډزې شوي دي.‏

اېف سي ځواک د ډزو په اړه څه نه دي ویلي او وي او اې ډيوه د مرستيال کمشنر او د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر ضیاء لانګو سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی ویلی.‏

پرلت کوونکو ويلي، په دوی ډزې شوي اوښکې بهيونکی ګېس پرې ورول شوی، ګن کسان یې ژوبل شوي او نيول شوي هم دي.‏

د چمن روغتون چارواکو ويلي، روغتون ته د ‏‎30‎‏ پورې ژوبل کسان ور وړل شوي چې پکې د پينځو روغتيايي حالت مرګونی وو هغوی کوټې ته منتقل کړل ‏شوي او د نورو په چمن کې درملنه روانه ده. چارواکو ويلي ټول ژوبل کسان عام خلک دي او د پرلت مشرانو ويلي د دوی غړي ژوبل کړل شوي دي.‏

د پرلت يو مشر فېض محمد وي او اې ډیوه ته ويلي، دوه شپې وړاندې مرستیال کمشنر د پرلت اووه مشران د خبرو دپاره بللي خو هغه یې بيا نيولي دي.‏

دغه کسان وروسته د هغې نيول شوي چې په درېم جون د پوليو په ټيم د حملې په تور د پرلت په لسو مشرانو مقدمه درج کړل شوې وه.‏

پرلت والو وړاندې اعلان کړی وو چې د غوښتنو منلو پورې به احتجاجا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي، خو د پوليو په ټيم حملې تور یې رد ‏کړی او وايي په پرامنه پرلت ناست دي.‏

پرلت کوونکي ويلي، دوی يواځې هغه وخت د مزاحمت خبره کړې چې د پوليو ټيمونه یې ماشومانو ته په زوره څاڅکي ورکوي.‏

په چمن کې د تېر کال ‏‎20‎م اکتوبر راهسې احتجاجي پرلت د پاکستاني حکومت د هغې پريکرې پر ضد دوام لري په کومه کې چې ويل شوي وو چې نور به د ‏چمن ضلعې او د افغانستان د بولدک ‏سيمې خلک د کرښې دواړو غاړو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان پر تذکره تګ راتګ نه کوي او یواځې ‏په پاسپورټ به د تګ راتګ اجازه ‏وي.‏

دوه ورځې وړاندې د صوبې د کورنيو چارو وزير مير ضیا لانګو ویلي وو، چاته د امن خرابولو او قانون په لاس کې اخستو اجازه ور نه کړي.‏

پرون پښتونخوا ملي عوامي ګوند په چمن او کوټه کې د پرلت د مشرانو د نيولو او د پرلت خلاف د حکومتي اقداماتو ضد احتجاجي مظاهرې هم کړي دي.‏

دوه ورځې وړاندې د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد (تحفظ ايين پاکستان) مشرانو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د چمن د پرلت سره دې بامعني ‏مذاکرات وکړل شي.‏

د چمن د پرلت او بلوچستان صوبايي حکومت ترمنځ څو ځله خبرې شوي خو تراوسه نه دي کامیابې شوي.‏