د راپورونو ترمخه د هېواد په ۲۲ لويو وړو ښارونو کې د موبائيل ټيليفون سروس بند کړی شوی دی ، او په حساس گرځول شوؤ ښارونو کې د پوليس سره رېنجرز او پوځي عسکر هم په ډيوټۍ ځائې په ځائې کړی شوي دي .
کراچۍ —
دکربلا د پيښې د څلويښتمې په موقع د پاکستان دپيښور، کوئټې،لاهور اؤ پينډۍ پشمول بيلا بيلو ښارونو کې دنهې په ورځ ماتمي جلوسونه ويستل کيږي اؤ په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي .
راپورونه وائي دسختو امنيتي تدابيرو باوجود هم دهيواد اقتصادي مرکز کراچۍ کې دماتمي جلوسونو په لارو ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې يو تن وژل شوى اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنې په ايم اى جناح روډ اؤ اورنگي ټاؤن کې دجلوسونو په لارو کې شوي دي .
دپاکستان سترو ښارونو پيښور، لاهور، کراچۍ اؤ کوئټې پشمول د هيواد په ٢٢ؤ ښارونو کې دنهې دسحر څخه دموبائيل خدمات بند کړل شوي اؤ په ځينو ښارونو کې د موټرسائيکل په غبرگې سورلۍ هم پابندي لگيدلې ده .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ارلخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، د څلويښتۍ په مهال به د هېواد په مختلفو برخو کې ۱۰۰۰۰ پوځي عسکر ډيوټي ترسره کوي .
د خيبرپښتونخوا د سر ښار پېښور سره ډېره اسماعيل خان ، کوهاټ او هنگو کې موبائيل سروس بند کړی شوی ، او ايالتي حکومت په صوبه کې د امنيت دپاره په نوښار ضلع کې ۱۴۴ دفعه لگولې ، او انتظامي چارواکو ته د افغان کډوالو په کېمپ د خصوصي نظر ساتلو حکم جاري کړی شوی دی .
په بنو ضلع کې د نن سحر نه تر ماښام اووه بجو پورې گرځ بندیز اعلان کړی شوی دی .
او د هنگو ضلعې په حساسه سيمو کې د پوځ او ملېشې عسکر ځايې پځايې کړی شوي دي .
د خيبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د موټرسائيکل په غبرگه سورلۍ بنديز لگول شوی ، اوښار کې د پوليس اضافي نفري ځائې په ځائې کړی شوي ده .
د پنجاب صوبې لاهور او پينډۍ ښارونو سره په نورو حساس گرځول شوؤ سيمو کې د نن سحر نه موبائيل سروس بند کړی شوی دی .
لۀ دې وړاندې د محرم د عاشورې د مرکزي جلوس په مهال راولپنډۍ ښار کې د تشدد ډکې فرقه ايزه نښتې رامنځته شوې وې ، ۱۱ کسان پکې وژل شوي وو او په ښار کې مارکيټونو ته اورونه اچول شوي وو .
پينډۍ کې د بدامنۍ د ويرې د گل په شپه د پوليس سره پوځي عسکرو گشتونه پېل کړي ، او د څلويښتۍ په لړکې تيريدونکو جلوسونو ته راتلونکې نورې لارې د تيرې شپې راهسې تړل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا نزدې ۷۰۰۰ پوليس او امنيتې عسکر په پينډۍ ښار کې په ډيوټۍ کړی شوي او د څارنې دپاره کېمرې هم لگول شوي دي .
د راپورونو ترمخه د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې هم د کومي بدامنۍ له ويرې د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي دي . او د چهلم د جلوس لارې ته داخليدونکې نورې لارې په کنټېنرو بندې کړی شوي دي .
د بلوچستان ايالت په کوئټه ښارکې سحر د اووه بجو نه تر ماښام اته بجو پورې په موبائيل سروس بندېز لگول شوی ، او ښار کې ۴۰۰۰ پوليس په چهلم کې د امنيت په ځائې ساتلو دپاره په ډيوټي کړی شوي دي . د راپورونو ترمخه پوځي عسکر به د ډيوټۍ دپاره تيار ساتلی شي .
د سندهـ ايالت په کراچۍ ، حيدراباد ، ميرپورخاص او سکهر ښار کې د موبائيل سروس د سحر راهسې بند کړی شوی دی .
د صوبايې حکومت لخوا په کراچۍ کې د موټر سائيکل په غبرگه سورلۍ ، اوصوبه کې د وسلې په نمائش بندېز لگول شوی دی . صوبايې حکومت کراچۍ او د ايالت په نورو ښارونو کې د ډيوټۍ دپاره پوځي عسکر هم طلب کړي دي ، او پوځي عسکر به د ډيوټۍ دپاره تيار موجود وي .
کراچۍ ښارکې د څلويښتۍ د جلوس په لار د تېرې شپې راهسې پوليس او رېنجر ودرول شوي ، او دغه لار په کنټېنرو د نورو لارو نه بنده کړی شوې ده .