په چين د کمیونسټ پارټۍ د اقتدار ۵۷ کاله لمانځل کېږي، په داسې حال کې چې هېواد د اقتصاد او د امنیت د یو شمېر مسلو سره مخامخ دی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د کمیونسټ پارټۍ د حکومت ۷۵ کاله د لمانځلو په مناسبت د څه خاص دستورو اعلان نه و شوی خو د بيجېنګ په تیاننمېن چوک کې بېرغ د پورته کولو دستوره وشوه او پوځي پرېډ وشو. پرېډ د هغه پراخه محل د دروازې نه شروع شوی و چې په تېرو پېړیو کې د چین د شهنشاهانو کور و.
د ریاست د واک اختیار لاندې میډیا په مستقل ډول د چین په اقتصادي پرمختګ او سماجي ثبات رپورټونه چلول خو په هېواد کې د ماشومانو د پېدایش مخ په زوال کچې او په اقتصاد کې د طلب او د رسد په لړۍ کې د مشکلاتو څه ذکر يې نه کولو.
په هانک کانګ او په مکاو کې هم دستورې ترتیب شوي وې. هانګ کانګ د برطانیې په تسلط کې و او په مکاو د پرتګال حکومت و. چین د نونسوه نوي په لسیزه کې په هانګ کانګ او په مکاو بیا واکمني د دې عزم دلاندې ترلاسه کړه چې سېنچري اف هیومېلېيشن یا د شرم پېړۍ به ختموي.
په نږدې لسیزو کې چین په عمومي توګه د شپېتم او د اوویایم په شان د لسیزو د ختمېدو په موقع پوځي پرېډونه او د اقتصادي قوت مظاهرې کړي دي.
چین د امریکې نه وروسته د دنیا دویم لوی اقتصاد دی او کوښښ کوي چې د کرونا وبا په مهال په اقتصادي پرمختګ کې د مجمود نه ځان راواباسي.
دا مهال د جایدادونو کاروبار ښکته تللی دی چې اثرات یې د چین د اقتصاد په نورو برخو هم شوي دي. اقتصاد ته وده ورکولو دپاره چین تېره هفته د یو شمېر اقداماتو اعلان وکړو چې په کې د سود شرح او کور اخیستلو دپاره د بېعانې شرح کمول شامل دي.
د کميونسټ پارټۍ مشر او د هېواد صدر شي جېن پېنګ د کرونا وایرس د وخت راهسې د ملک نه بهر سفرونه کم کړي او د هغه چارواکو لرې کولو ته يې دوام کړی چې ډېر وفادار نه ګڼل کېږي او یا پې د کرپشن الزامات لګېدلي وي.
د کمیونسټ پارټۍ د حکومت د ۷۵ مې کلیزې په شپه شي د ډوډۍ رسمي دستورې ته وویل وړاندې تګ به هوار نه وي، په لاره به مشکلات او خڼدان وي، د ازمایشونو، تندو هواګانو، د سختو سمندرونو او د لووړ څپو سره به مخامخ کېدل وي.
په چین کې کلیزه په داسې حال کې هم لمانځل کېږي چې د جاپان، جنوبي کوریا او د فېلېپینز په شان ګاوډیو ملکونو سره يې تعلقات کړکېچن شوي دي او سبب یې د دغو ملکونو د چین د حریف ملک امریکې سره نږدې تعلقات دي.
کميونسټانو په ۱۹۴۹ کې د ماو ژېدونک په مشرۍ کې د خانه جنګۍ په مهال د نېشنلېسټانو نه حکومت واخيستلو. نېشنلېسټان چې د کي اېم ټي په نامه هم پېژندل کېدل د خپل مشر چینانګ کای شېک په مشرۍ کې خپل اقتصادي او پوځی قوت ټایوان ته منتقل کړو چې په دغه مهال د یو خود مختاره جمهوریت جوړ شوی و.
بيجېنګ ټینګار کوي چې ټایوان دې د کمیونسټ پارټۍ د حکومت لاندې چین کې ضم کړی شي او که ضرورت و نو دا عمل دې د طاقت په استعمال سر ته و رسوول شي. امریکې ټایوان ته د خپلې دفاع دپاره وسلې ورکړي دي.