پاکستان او چین د فضایي مرستو د پراخولو تړون لاسلیک کړی

پاکستان اؤ چین په هوایي مرستو پراخولو او د چین د فضایي سټیشن لپاره د لومړي پاکستاني خلاباز د روزنې تړون کړی دی.

د پاکستان د سرکاري راډیو د راپور له مخې، دا تړون په اسلام‌آباد کې لاسلیک شوی اؤ د لاسلیک په مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم موجود و.

په دغه موقعه وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دا تړون د چین له خوا د تېرو څو لسیزو راهیسې د فضا او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.

شهباز شریف زیاته کړه چې پاکستان غواړي د چین په همکارۍ خپل فضایي ماموریتونه پرمخ یوسي.

نوموړي د دې پروګرام د بریا لپاره ټینګار وکړ او دا یې د پاکستاني ځوانانو لپاره د نوو فرصتونو موندلو لپاره ګټور وباله.

د فضا د څېړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال، د سپارکو مشر محمد یوسف خان وویل چې دا مهال د پاکستان درې څارنیز سپوږمکۍ (سیټلایټونه) په فضا کې دي او دا په بشپړ ډول فعال دي.

هغه وویل چې د روان کال تر پایه به نور څلور سپوږمکۍ هم فضا ته واستول شي، چې له دې سره به د هېواد اړینې اړتیاوې پوره شي.

د سپارکو مشر زیاته کړه چې د انسان خلایي مشن اقدام زموږ د بریا ثبوت دی او د فضایي علومو په برخه کې زموږ رول زموږ ژمنتیا څرګندوي.

په دې وروستیو کې پاکستان او چین د فضا په برخه کې د خپلو اړیکو لا پراخولو لوري ته مخه کړې ده ، چې موخه یې د پاکستان فضایي توان سیوا کول او د فضایي ساینس په برخه کې د ګډو پروژو پراخول دي.

چین د پاکستان د فضا د څېړنو ملي ادارې سپارکو سره د سپوږمکیو جوړولو، توغولو، او د فضایي ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخو کې همکاري کوي.

د دې همکارۍ یوه مهمه برخه د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ (سیپک) تر چتر لاندې روانې پروژې دي، چې چین پکې د پاکستان د اساسي ځاندرې او ساینسي پرمختګ لپاره پانګونه کوي.

دواړه هېوادونه د فضایي تحقیقاتو ترڅنګ د انساني فضایي ماموریتونو پر پرمختګ هم کار کوي، او د دې پروګرام یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې پاکستان به د چین په مرسته خپل لومړنی خلا باز د چین فضایي سټیشن ته واستوي.

د فضایي علومو کارپوهان باور لري چې د چین او پاکستان ترمنځ دا ستراتیژیکه همکاري نه یوازې پاکستان ته تخنیکي ګټه رسوي، بلکې د سیمې په کچه د فضایي څېړنو لپاره یو نوی دور هم پرانیزي.