د چین حکومت د یکشنبې- اتوار په ورځ د امریکې په هغه وروستي اعلان باندې اعتراض کړی چې په تایوان باندې د پوځي وسایلو د خرڅولو او مرستې په اړه یې کړی او خبرداری یې ورکړی چې امریکا "له اور سره لوبې کوي".
سپینې ماڼۍ د شنبې- خالي په ورځ وویل، صدر جو بایډن د امریکې د دفاع وزارت د موادو او خدمتونو له بودیجې څخه له تایوان سره د پوځي تعلیم او روزنې په برخه کې د مرستو لپاره د 571 میلین ډالرو چمتو کولو اجازه ورکړې ده.
د امریکې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، له یادې پوځي مرستې پرته پر تایوان باندې د 295 میلین ډالرو په ارزښت پوځي وسایلو د خرڅولو منظوري هم ورکړل شوې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې له امریکا په ټینګار سره غوښتي چې تایوان ته د وسلو ورکول بند کړي او وایي واشنګټن دې "دا خطرناک حرکتونه ودروي چې د تایوان په تنګي کې امن او ارامۍ ته زیان رسوي".
د امریکې د پوځي وسایلو د پلورلو او مرستې مقصد له تایوان سره مرسته کول دي چې د ځان دفاع وکړي او د چین د برید مخه ونیسي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، "دغه اقدام په کلکه د چین ملي خودمختارۍ او امنیتي ګټو ته زیان رسوي."
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم سپینې ماڼې له تایوان سره د 567 میلین ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې منظوري ورکړې وه.
تېره اوونۍ د تایوان د دفاع وزارت خبر ورکړ چې 38 ابرامز ډوله امریکايي ټېنکونه ورته سپارل شوي دي.
د تایوان د چارو لپاره د چین د بهرنیو وزارت ځانګړي دفتر ویلي، د واشنګټن دا اقدام د "خپلواک تایوان" د ملاتړ نه کولو په اړه د امریکې د مشرانو له ژمنو سره په ټکر کې دی.
د چین د دې دفتر ویاند ژو فینګلین وویل، "موږ له امریکې غواړو چې تایوان ته د وسلو ورکولو بهیر ژر ودروي او په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي."
امریکا تایوان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت نه پېژني خو د دغه ټاپو یو سټرېټیجیک متحد او د پوځي مرستو لوی ملاتړی دی.
بېجینګ پر تایوان باندې د ملکیت دعوه لري او وايي د چین له خاورې سره د دغه ټاپو د بیرته یو ځای کولو لپاره به د پوځي ځواک په ګډون له ټولو لارو کار واخلي.
په تایوان باندې د امریکې د تازه پوځي وسیلو په پلور کې د شاوخوا 300 ټېکټیکل رېډیو سیسټمونو لپاره 265 میلین ډالره او د 16 ګن ماونټ لپاره 30 میلین ډالره شامل دي.
د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د امریکې له خوا ورباندې د دواړه ځله پوځي وسیلو د خرڅلاو د منظورۍ هرکلی کړی، پر خپله ایکس پاڼه یې په یو پوسټ کې ویلي، دا زموږ د دفاع لپاره د امریکې د حکومت د "ژمنتیا" تایید کوي.
په اکتوبر میاشت کې هم امریکې په تایوان باندې د دوه ارب ډالرو په ارزښت د وسلو خرڅولو منظوري ورکړه، چې په لومړي ځل باندې له ځمکې هوا ته د ویشتونکي پرمختللي میزایل دفاعي سیسټم هم پکې شامل وو.
تایوان د دسبمر میاشتې په پیل کې غوښتنه وکړه چې چین دې تایوان ته په نیزدې اوبو کې خپلې روانې پوځي هلې ځلې پای ته ورسوي، چې د دې هېواد په وینا دا امن او ارامۍ ته زیان رسوي او د نړیوالو بېړیو او تجارت د ګډوډوۍ سبب کېږي.
یادونه:- د رپوټ زیات مواد له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.