په کراچۍ کې پر چینایي انجینېرانو له برید وروسته چین وایي په پاکستان کې د خپلو چینايي کارکوونکو، منصوبو او ادارو د خوندیتوب او امنیت لپاره به له دې هېواد سره کار کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وایي، له هغو رپوټونو خبره نه ده چې پاکستاني چارواکي غواړي راتلونکې اوونۍ د شانګهای د همکارۍ تنظیم د غونډې په وخت په هېواد کې د چینايي وګړو ګرځېدل محدود کړي ځکه چې وایي د وسلوالو ډلو له خوا ورباندې د برید خطر دی.
رویټرز خبري ایجنسۍ د اکتوبر پر نهمه د پاکستان د درو امنیتي چارواکو او د ملک د داخلي امنیت د یوه یادداشت په حواله ویلي وو، چې پاکستاني چارواکو د چینایي وګړو د ګرځېدو د محدودولو پرېکړه کړې ده.
په پاکستان کې د چین سفارت د اکتوبر پر اوومه په یوه بیان کې تایید کړه چې د دوی دوه وګړي د کراچۍ له نړیوال هوایي ډګره بهر په چاودنه کې وژل شوي او یو بل چینایي تن او ځایي کسان ټپیان شوي دي. سفارت ویلي:
"په پاکستان کې د چین سفارت او جنرل کونسلګرۍ سمدستي یو بیړنی پلان پيل کړی او له پاکستانه یې غوښتي چې د برید په اړه پوره پلټنه وکړي، ذمه واره کسانو ته سخته سزا ورکړي او په پاکستان کې د چینایي وګړو، ادارو او منصوبو د خوندیتوب لپاره ټول ضروري ګامونه واخلي".
په کراچۍ کې د اکتوبر د شپږمې په برید کې وژل شوي چینایي وګړي په کراچۍ کې د چین جوړ په کویله یا سکرو د چلېدونکي پورټ قاسم الېکټرک پاور پلانټ کارکوونکي وو.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د کراچۍ له چاودنې وروسته د چين سفارتخانې ته ورغلی او له چینایي سفير جيانګ زيډونګ سره یې د وژل شویو چینایانو په اړه غمرازي وکړه.
د چينايانو پر قافله د بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوڅ لبرېشن آرمي (بي ایل اې) منلې او دعوه یې کړې وه د دوی "مجيد بريګېډ فدايي يونټ" يو ځانمرګي د چينايي انجينېرانو او پانګوالو د لوړې کچې قافله په هدف کړې ده.
بي ایل اې خبریالانو ته په لیږل شوي بیان کې دعوه کړې وه چې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کراچۍ له نړيوال هوايي ميدانه تلونکو د چينايانو له کاروان سره وجنګاوه.
د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې پولیسو د بي ایل اې د مشرانو خلاف مقدمه درج کړې او دعوه یې کړې چې د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې په مرسته د د دې ډلې د نورو له مقصدونو سره سره د چینايي وګړو په نخښه کول او د پاکستان او چین اړیکې خرابول دي.
د غیرقانونه ګرځول شوې ډلې بي ایل اې خلاف د پېښې د مقدمې ابتدایي رپوټ د ترهګرۍ ضد څانګې پولیسو (سي ټي ډي) د کراچۍ د ایرپورټ پولیس تاڼې ایس ایچ او موسی کلیم خان درج کړی وو.
امنيتي ادارو پوليسو ته خبر ورکړى چې بي ايل اې د خپل وياند جيند بلوچ له لارې د چاودنې ذمه واري منلې او پوليس د بي ايل اې د کمانډر بشير احمد عرف بشيرزيب او عبدالرحمان عرف رحمان ګل په ګډون نور کسان هم په مقدمه کې شامل کړي دي۔
د پاکستان مرکزي حکومت د دوشنبې- ګل په ورځ په اسلام اباد کې د اکتوبر له 14مې درې ورځې رخصتي اعلان کړه چې د شانګهای د همکارۍ تنظیم په غونډّ کې د ګډون کوونکو بهرنیو استازو خوندیتوب او امن ډاډمن کړي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.