ټاکل شوې ده د چین وزیراعظم لي چیانګ نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د پاکستان په څلور ورځني سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیږي.
له تېرو ۱۱ کالو راپدیخوا پاکستان ته د چین د کوم وزیراعظم دا وړومبی سفر دی .
د پاکستاني رسنۍ وایي د چین د وزیراعظم ددې دورې مقصد په بدلېدونکي جغرافیایي سیاسي صورتحال اؤ د چین بیلټ اینډ روډ د منصوبې په وړاندې د پرتو خنډونو د مقابلې لپاره دوه اړخیزه همکارۍ ته وده ورکول دي.
د چین وزیراعظم پاکستان ته دا سفر په داسې حال کې کوي چې په شپږم اکتوبر د کراچۍ په جناح نړیوال هواي ډګر د چین د وګړو په یوه قافله شوي ترهګر برید کې دوه چینایي انجنیران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.
د پاکستان د خارجه دفتر د ویاندې ممتاز زهره بلوچ له مخې د چین وزیراعظم لي چیانګ پاکستان ته خپل دا سفر د وزیراعظم شهباز شریف په بلنه کوي .
ټاکل شوې ده چې د چین وزیراعظم به تر ۱۷م اکتوبر پاکستان کې ایسار وي اؤ هغه سره به په دې سفر کې د چین د تجارت،خارجه ، قامي ترقۍ اؤ اصلاحاتي کمیشن وزیران اؤ نور لوړ پوړي مامورین هم ملګري وي.
اسلام اباد کې به د چین وزیراعظم د خپل پاکستاني سیال شهباز شریف سره په سي پیک،اقتصادي همکارۍ اؤ دوه اړخیزه تجارت خبرې اترې کوي اؤ ددې تر څنګ به ورسره د سیمې اؤ نړیوال صورتحال په اړوند هم خیالات تبادله کوي،
د پاکستان بیلابیلې رسنۍ د سفارتي سرچینو له خولې وایي چې د چین وزیراعظم اؤ ورسره ملګرې ډله به د پاکستان د صدر اصف علي زرداري ، پارلیماني مشرانو اؤ د پوځي مشرتابه سره هم لیدنې کوي .
وزیراعظم لي چیانګ به د شنګهاي د همکاریو د سازمان په سرمشریزه غونډه کې هم ګډون کوي.
د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د رپورټ له مخې پاکستان ته د چین د وزیراعظم دې سفر کې به د سي پیک په راتلونکي پړاؤ پیلولو هم خبرې اترې کولی شي اؤ ددې تر څنګ د پاکستان په ایجنډه کې د توانایۍ په څانګه کې د چین پورونو ته سر دوباره کتنه هم شامل ده.
پاکستاني مطبوعات وایي چې پاکستان ته د چین د وزیراعظم د سفر په ایجنډه کې به په سي پیک اؤ نورو پروژو د کار کوونکو چینایي وګړو امنیت سر فهرست وي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د چین په وګړو ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ شپږم اکتوبر د کراچۍ په هوایي ډګر د چینایي وګړو په یوه قافله برید کې دوه چینایي انجینران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.
تر دې برید وروسته چين د پاکستان نه د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د ټولو اړينو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه
تر دې پېښې وړاندې سږکال په 26م مارچ هم د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی و، پینځه د چین انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.
همدا شان په 14 جولاي کال 2021م کې د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې د داسو هاییډرو پاور پلانټ تر څنګ شوي ترهګریز برید کې 9 د چین انجینیران،دوه د ایف سي عسکر اؤ یو ډرایور وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.