د پاکستان سپریم کورټ ویلي دا ګوري چي په پوځي عدالتونو کې په وړاندې شوو شهادتونو څنګه فېصله شوې ده

Your browser doesn’t support HTML5

په سپريم کورټ کې د پوځي عدالتونو دننه د ملکي وګړو په ضد د مقدمو چلول کېدو په اړه بېلابېلو خواستونو باندې د اووه کسيزه بېنچ یو قاضي ویلي د چا د اورېدو پرته سزا نه شي کېدی. عدالت د دفاع د وزارت وکيل څخه په پوځي عدالتونو کې د مقدمو رېکارډ هم غوښتی دی. تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په رپورټ کې: