وزیراعلا ګنډاپور: د کورمې ستونزه د فرقه واریت یا ترهګرۍ نه ده، دواړو خواوو اوربند کړی دی

PAKISTAN-POLITICS-VOTE-RIGGING

د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور دعوه کړې چې په کورمه کې د پولیسو اؤ انتظامیې په هڅو د دواړو خواوو تر منځ اوربند شوی خو له سیمې ازادې سرچینې وایي چې دغلته اوس هم حالت تاوجن دي اؤ په نښتو کې د وژل شوؤ کسانو شمیره 46 ته رسېدلې ده.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ د صوبایي کابینې غونډې ته وینا کې علي امین ګنډاپور ویلي صوبه اؤ په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د امن ستونزه شته خو په کورمه کې روانه ستونزه د ترهګرۍ یا فرقه واریت نه ده اؤ صوبايي حکومت د جرګې له لارې ددې ستونزې په هواري کار کوي.

وزیراعلا ویلي په کورمه کې شخړه د ځمکې په سر راپورته شوې اؤ حکومت ددې شخړې د پرامنه هواري لپاره په ترجیحي بنیادونو ګامونه اخلي.

هغه دعوه کړې ده چې د ځایي انتظامیې اؤ پولیسو په هڅو نن ( پرون - زیارت) اوربند شوی دی، خو د سیمې نه ازادې سرچینې وایي چې د صوبایي حکومت اؤ ضلعي انتظامیې د دعوؤ باجود د حکومت له لوري جوړه کړل شوې قبایلي جرګه لا هم د فریقینو تر منځ په اوربند نه ده بریالۍ شوې.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې په کورمه کې د ځمکې د ملکیت په لانجه پېل شوې شخړه په فرقه ییز تاو تریخوالي بدله شوې اؤ د یوې اوونۍ راهسې روانو دې جګړو کې د وژل شوؤ کسانو شمېره 46 ته رسېدلې اؤ 98 نور ژوبل شوي هم دي.

په کورمه کې دا نښتې په ۲۱ ستمبر بوشېره سیمه کې د ځمکني ماین چادنې او بیا تر هغې وروسته د مورچې جوړولو په سر بوشېره سني او احمدزو شیعه و ترمینځ د ډزو تبادله شوې چې وروسته بیا دا جګړه نورو سیمو ته غځېدلې چې دې وخته پکې د ځايي انتظامیې، پوځ او د پولیسو ټولې هڅې تر دې دمه ناکامه شوي، او د ډزو شدت په کمېدو نه دی، بلکې زیاتيږي.

د کورمې خلک وايي په دې ناوړه حالت حکومت یواځې ننداره کوي او د اوربند د پاره څه کوټلي ګامونه نه اخلي.

وزیراعلا علي امین ګنډا پور وویل صوبایي حکومت د جرګې له لارې د ستونزې د دایمي هواري هڅې کوي اؤ دغه سیمه کې د امنیت د وضعې غوره کولو لپاره به نور چیک پوسټونه هم پولیسو ته سپارل وي.

هغه ویلي همدغسې یوه شخړه په خېبر کې هم روانه ده چې د هغې هم د مذاکراتو له لارې د هوارې هڅط کیږي اؤ هیله ده چې دا ستونزه به هم په ورځ ،نیمه کې حل شي.

هغه دا تورونه رد کړل چې ګنې حکومت د امن لوري ته پام نه ګرځوي اؤ وي ویل انتظامینه اؤ پولیس دداسې معاملو د هواري لپاره شپه اؤ ورځ کار کوي خو ځېنو وختونو کې د نتیجو مخې ته په راتلو کې وخت لګي ولې ددې هیڅکله دا مطلب نه دی چې انتظامیه څه نه کوي.

په میر علي کې د رامنځته شوې وروستۍ پېښې په اړه وزیراعلا ګنډا پور وویل د میرعلي د پېښې اغېزمنو ته معاوضې ورکول کیږي اؤ په پېښه کې تباه شوې منډي به بیا جوړولی اؤ خلکو ته سپارلی شي.

په 25م ستمبر د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ او د وسله والو ترمنځ سخته جګړه شوې وه چې په کې د مقامي چارواکو په قول څلورعسکر زخميان شوي اؤ پینځه وسله وال وژل شوي وؤ او مقامي خلک ویلي وؤ د جګړې دلاسه د څاروو منډهۍ هم ته سخت نقصان رسېدلی ؤ او ګن شمېر څاروي مړه شوي وؤ.