د پښتو د مشهورې سندرې “ماته جانان ووایه” طرز جوړونکی موسیقار ګوهرجان د پښتنو هنرمندانو د حقونو د تحریک ارټسټ ایکشن موومینټ، په هغو مبارزینو کې یو دی چې د کورونا وبا په ورځو کې د بې روزګاره شؤ هنرمندانو لپاره د مرستو تحریک چلوي. ګوهر جان وايي دا بې وزله ټولنه روانې تنګدستۍ دې حال ته ورسوله چې وس خپلو بچو له د ډوډۍ ګټلو په خاطر د خپله سره دانګلو ته هم تیار دي.
ګوهر جان دېوې لور او درې زامنو پلار دی، موسیقي جوړوي او په خپله هم سندرې وايي.
ګوهر جان وي او ډیوه ته وویل حکومتونو ته په منت زارۍ ستړي شول وس خبره د منتونو او مظاهرو له حده وتلې ده:
“مونږ ډز ته تیار یوو، که مونږ وهي، که را سره هر څه کوي، مونږ له دې خپل حقوق راکړي”
د ساز، اواز، رقص، او هنر د نړۍ دا فنکاران د رزق په خاطر د انتها په لوري ولې روان شول؟
ددې سوال د جواب لپاره مې د فنکارانو د نوي تحریک ای ای ایم د پښتونخوا د مشر او وتلي اداکار ډاکټر نیاز علي خان سره رابطه وکړله.
ډاکټر نیاز فکر کوي، د ډېر وخت راهسې د صوبې فنکاران په خپلو کورونو کې بې روزګاره ناست دي. هغه وايي, دويي د تحریک شورو کولو نه وړاندې په دې لړ کې حکومتي افسران، واکداران او نور شتمن خبر کړل چې ددې فنکارانو کومکونه دې وشي.
هغه وايي، زارۍ منتونو یې وکړل، درخواستونه یې ولېږل، بیانونه یې ورکړل، ملاقاتونه یې وکړل خو چا هم د بې وزلو فنکارانو ژړا فریاد ته پام او نه کړلو، د ډاکټر نیاز په خیال په دې لړ کې د پښتونخوا حکومت تر ټولو بې رحمه ځواب ورکړلو:
“مونږ ته یې شټ اپ کال (خله بنده که) راکړلو چې فنډ شته دی خو د هغه چا د پاره چې کله یو هنر مند مړ شي”
ارټسټ ایکشن موومینټ ولې او څنګه جوړ شو؟
د پښتونخوا هنر مندانو په ډسمبر 2020 کې د خپلو کړمو د ښکاره کولو او د حکومت د مرستو لپاره د ارټسټ ایکشن موومینټ په نوم احتجاجي تحریک شورو کړلو.
د ای، ای، اېم د خېبر پښتونخوا مشر ډاکټر نیاز علي خان وویل دويي ددې تحریک د جوړولو سوچ داسې وکړو چې پښتانه هنر مندان د ولګې، تندې او بیروزګارۍ په ګډون د ډیرو چیلنجونو سره مخ دي خو نه په اولسي او نه په حکومتي کچه د هغوي سره کمک کېږي. دې تحریک کې د سترو سترو هنر مندانو په ګډون د درې سوو نه زیات هنرمندان دي.
ددې احتجاجي تحریک مشرانو وړومبی د اصلاعاتو د وفاقي وزیر شبلي فراز سره په سر ښار اسلام اباد کې ولیدل، د هغې ورستو یې د صوبې د محنت او ثقافت د چارو وزیر شوکت یوسفزي سره ولیدل.
ډاکټر نیاز وايي وفاقي وزیر ورسره لوظ کړی ؤ چې صوبې ته به په خپله ورځي او د دويي مسلې به حل کوي، خو چې وزیر خپل لوظ او نه پاللو نو بیا یې پرلت ووهلو:
“د پرلت نه ورستو مو د صوبايي اسمبلۍ په لور واک (لاریون) وکړلو، هلته مو د شوکت یوسفزي سره ولیدل”
د محنت او ثقافت د چارو وزیر ښاغلي یوسفزي ددغه احتجاجي لاریون په وخت اعلان کړی ؤ چې تر څو وزېر وي نشتر هال به فنکارانو ته ورکوي چې دويي پکې خپل روزګارونه روان کړي، هغه ویلي وو د فنکارانو څخه به د نشتر حال د استعمالولو یواځې د بجلۍ بل اخستل کېږي.
ډاکټر نیاز وايي دغه لوظ هم دروغ ؤ. ځکه دويي تحریک شورو کړلو، هغه وايي د عمران خان په هغه لاره روان شول چې چاته حق نه میلاویږي نو سړکونه دې بندوي او مظاهرې دې کوي.
“ د دهرنو او مظاهرو چل راته هم وزیراعظم عمران خان ښوولی”
ډاکټر نیاز وايي که چري مطالبات او نه منل شول نو د اسلام اباد ډي چوک ته به ځي.
د احتجاجي تحریک غټې غوښتنې:
1 د بې کوره او بې روزګاره فنکارانو لپاره دې دکورونو ورکولو منصوبه منظور شي
2 د کورونا وبا په وخت کې دې فنکارانو ته سمدټکه کومکونه ورکړی شي
3 د صحت د ښېګړې حکومتي کارډ دې ورکړی شي
4 نشتر هال دې بې حکومتي کرایې فنکارانو ته وسپارل شي
5 په سکولونو، کالجونو او یونیورسټیانو کې دې د فنکارانو بچو ته ځانګړې برخې (کوټه) وټاکل شي
د پښتونخوا صوبې هنر مندان په تیرو شلو کلنو کې د ترهګرۍ د پېښو د لاسه هم د سختو چیلنجونو سره مخ وو خو په تیرو څو کلنو کې د ترهګرۍ په پېښو کې د کمي پس دويي بیا روزګارونه شورو کړي وو چې په مارچ 2020 کې د کورونا وبا په نړۍ کۍ خوره شوله، نو د دوي روزګارونه بیا زیامند شول.
دکورونا وبا په ټوله نړۍ کې د فلم او موسیقۍ صنعتونه اغیزمن کړي دي
د فلم د نړۍ تر ټولو بې مثله او ستر صنعت هالي ووډ تر اوسه 30 بیلینه امریکايي ډالره خساره کړې ده. ریسرچ اداره “ایمپری انالسېس” په خپل یو رپورټ کې لیکي د کوډ 19 د وبا اثرات به په راتلونکو پینځه کلونو کې بې کچه وي. د پوهانو اندازه ده نزدې 160 بیلینه امریکايي ډالره خساره به کېږي.
په مارچ کې د کوډ د وبا خوریدلو سره سم د امریکا ټولې غټې 5477 سنیماګانې تړل شوې وې. د ابزرورډاټکام تر مخه په کال 2019 کې د امریکا سنیماګانو د 42 بیلینو امریکايي ډالرو ټکټونه خرڅ کړي وو.
خو د کوډ د لاسه سږکال د فلمونو په خپرولو کې ډېره کمي شوې ده، د کال 2020 نزدې 80 فیصده فلمونه کال 2021 ته اړول شوي دي.
د اجتماعي خسارې سره سره د فلمونو د غټو کمپنیو خساره هم په اربونو ډالرو ده. وانرز میډیا او یونیورسل په زرګونو ملازمان بې روزګاره شوي دي.
لاس انجلس ټايمز لیکي تر اوسه د فلم او فیشن صنعت 228,000 زره کسان بې روزګاره شوي دي.
د هالي ووډ د انټر ټېنمېڼټ تر ټولو ستر پاچا ګڼل کیدونکې کمپنۍ والټ ډزني تر اوسه 7.4 اربه ډالره خساره کړې.
ان لاین سټریمینګ
که څه هم هالي ووډ په دومره لویه کچه د خسارې او بې روزګارۍ سره مخ دی خو د دويي کاروبارونه په ټپه نه دي ولاړ.
ددې دوه غټ غلتونه دي:
1. د حکومت د تګ لارې سره سم بینکونو په ارزان سود د دېرشو کلونو لپاره قرضې ورکړې.
2. دې صنعت د ان لاین سټریمینګ په کمپنیو فلمونه خرڅ کړل.
دا وخت په نیټ فلیکس، امېزون، ایچ بي او، ډزني پلس او نورو ان لاین کمپنیو د هالي ووډ زیات فلمونه خپرېږي. ددې کمپنیو دیو کور لپاره کرایه د ېوې مېاشتې کرایه د 12 ډالرو نه تر 20 ډالرو ده. او چې څوک څومره غواړي ډرامې او فلمونه ورباندې کتلی شي.
د هالي ووډ په رنګه د جنوبي اېشیا غټ فلمي صنعت بالي ووډ هم د غټو خسارو نه بچ کیدلو د پاره د ان لاین کمپنیو سره فلمونه جوړول او خپرول شورو کړي دي. په نېټ فلیکس د هندوستان د مشهور فلمي هیرو سنجی دت تر ټولو تازه فلم "تور باز" تیره اونۍ خپور شوی دی.
ایا پښانه هم د نړیوال ان لاین سټریمینګ برخه جوړیدی شي؟
ایا پښتانه هم ددغو نړیوالو ان لاین کمپنیانو د معیار فلمونه، ډرامې جوړولی او دغلته خپره ولی شي؟
ډاکټر نیاز وايي نا، د هغه په خیال پښتانه هنر مندان اول د خېټې غم وکړي که د فلمونو.
د پښتنو د شوبز دنړۍ د ماهرانو په آند دا دریځ سم دی چې تر څو چینلې ډېرې شوې نه وي تر هغې ددې څانګې کارکونکي د نورو ژبو د هنر مندانو سره سیالي نه شي کولی.
د خېبر ټیلي وژن نیټورکس چیف پروګرامز افیسر حامد شمشاد وايي که نورې چېنلې جوړې شوې مقابله به سوا شي. حامد شمشاد وي او ډیوه ته وویل:
“پښتون ټېلنټ (هنر) به پیدا شي، خلکو ته به روزګارونه ورکړی شي”
د حامد شمشاد په خیال د نورې نړۍ په شان دا امکان شته دی چې ان لاین سټریمینګ کې دويي برخه ورکړي خو په دې کې به وخت لګي:
“مونږ چې دا وخت د پروډکشن کوم الات استعمالوو هغه په نوره نړۍ کې ختم شوي دي”
د هغه په خیال د نورې نړۍ د معیار اوزار لا په پاکستان کې نشته دی او بې ددې نه د نړیوال معیار کار کول ممکن نه دي.
د پښتو په موسیقارانو کې یو بل مشهور موسیقار ای. ار انور وي او ای ډیوه ته وايي دا کار امکان لري خو ددې لپاره به وړومبی یوه تګ لاره جوړول غواړي.
د ښاغلي انور په خیال ده حکومت له یوه پالیسي تیاره کړې هم ده. په دغه پالیسۍ کۍ وړاندیز شو دی چې، د نشتر هال په شان په ټوله صوبه کې غټ مرکزونه جوړول پکار دي، په دې مرکزونو کې د هنر د ښودلو ځانګړې اکیډمۍ جوړې شي، په دغو اکیډمیو کې به استادان هنر ښايي او ددغو اکیډمیو نه وتلي هنر مندان به په نړۍ کې منل کېږي.
د ښاغلي انور په خیال کله چې په تکنيک پوهه خلک موجود وي نو د نړیوال معیار، موسیقي، ډرامه، او فلم جوړول ممکن دي، د هغه په خیال که چري داسې شوې وې نو د بې وزلیو دا حال نه ؤ لکه چې وس دی.
د یوټیوب د لارې ګټه
د کورونا وبا په ورځو کې د نړۍ ګڼ شمېر هنر مندانو د ټولنیزو رسنیو د لارې هم خپل هنرونه نشرول تېز کړي دي، زیاتره د یوټیوب د لارې خپلې ډرامې او سندرې خپروي. ایا پښتانه د یوټیوب د لارې ګټه کوي؟
ګوهر جان وايي امکان یې شته دی، خو له بده مرغه دلته نه خو د کاپي رایټ سخت قوانین شته دی او نه ده رایلټي.
د هغه په خیال دده دغه کمپوز "ماته جانان ووایه" نزدې درې سوو هنر مندانو ویلی دی خو ورته یوه ټکه ګټه نه ده شوې، هغه وايي زما دغه طرز مژده جمالزاده هم وویلو.
مژده جمالزاده په کنیډا کې اوسي او ورته د خپلې ټي وي شو په وجه “اوپره اف افغانستان” هم ویل کېږي.
مونږ چې په يوټیوب د مژده جمالزاده نوم ورکړو نو د "ایتنو بیټس" نومې چینل چې د مژده نورې سندرې یې هم خورې کړي دي باندې د هغې په غږ کې "ماته جانان ووایه" سندره موجود وه چې نزدې 124,000 زرو خلکو کتلې وه. د مژده په غږ کې دا سندره د اي تيون په بڼه د خرڅ لپاره هم موجود ده . خو ګوهر جان وايي ده ته هیڅ ګټه نه رسي:
“خواري زمونږ وي او ګټه ترې دويي واخلي”
هغه وايي مژده ترې تپوس قدرې هم نه دی کړی، بلکې تشه شکریه یې هم ورته نه ده وېلې، د هغه په خیال په نوره نړۍ کې خو دا خلک په دې خبرو پوهېږي نو باید دويي خو داسې او نه کړي.
کاپي رایټ
د پښتو ژبې سندر غاړی سر دار یوسفزي وي او ډیوه ته وویل کاپي رایټ شته دی خو د نوم تر حده.
هغه وايي دده سندره "تړلې کډې مې بیا پاتې د جانان کړې" ډېرو خلکو ویلې ده خو ددې کاپي رايټ ورته ماسوای د زاتي زیان نوره ګټه نه ده شوې.
په پاکستان کې د موسیقۍ سترې غونډې او کنسرټونه کيږي اولس پکې ټکټونه اخلي او غټې کمپنۍ ورته اشتهارونه ورکوي. سردار یوسفزی وايي پښتانه داسې کمرشل پروګرامونه ډېر په وړه کچه کوي لکه د شخصي خوشالیو محفلونه جوړېږي خو وس د هغې خوند هم نه دی پاتې.
د پښتونخوا د حکومت اعزازیه ولې بنده شوه؟
د پښتونخوا حکومت په یو وخت کې 500 هنر مندانو ته د مېاشتې په سر 30,000 زره روپۍ اعزازیه ورکوله، دغه ولې بنده شوه؟
وتلی سندرغاړی او د پاکستان ارټسټ ایکویټي پښتونخوا جنرل سیکرټري بختیار خټک وايي د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې دغه منصوبه دوه ځله شورو شوه خو ددې د تقسیم په طریقه د هنر مندانو د ډېرو زیاتو اختلافونو په سر دا منصوبه دواړه ځله بنده شوه.
په دې منصوبه کې به 120 سندرغاړو، اداکارانو، 120 لیکوالانو، 80 پینټرانو، انځورګرانو، مصورانو، 80 ساز جوړونکو ته 30,000 زره میاشت ورکول کیدلې، خو په دې د فنکارانو اختلاف ؤ.
دا وخت د خیبر پښتونخوا حکومت د کلچر او ټورازم په نوم د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو اعلان هم کړی دی. ښاغلی خټک وايي که د صوبې فنکاران لږ د زغم نه کار واخلي نو دويي ته به ددې ادارې نه غټې ګټې ورسي.
د حکومت دریځ
ده فنکارانو د مطالبو په لړ کې مونږ د کلچر او ټورازم د ادارې د مشر شعیب خان، د کلچر ډایریکټرې شمع نعمت سره هم رابطه وکړله خو دويي په دې لړ کې ځواب نه دی راکړی. دې دواړو مشرانو ته مو په واټس سوالونه هم ورولېږل، کوم چې دويي کتلي خو ځواب نه ورکوي.
بلې خوا ته د صوبې د ثقافت او محنت د چارو وزير شوکت یوسفزي ويلي دي چې د فنکارانو د تحریک نه حکومت خبر دی. هغه په یو بیان کې وویل ددويي د غوښتنو سمري وزارت تیاره کړیده او د صوبې اعلا وزير ته د منظورۍ لپاره لېږل شوې ده.
شخصي چېنلې
د شوبز د صنعت ماهران وايي په وسنۍ نړۍ کې فنکار یواځې په حکومتي مرستو یا اعزازیو ژوند نه شي کولی.
د ټي وي اداکار منتظم شاه وايي ستونزه دا ده چې د پښتنو خپلې ټي وي چېنلې نشته او تر څو پښتانه په دې لړ کې سرمایه کاري او نه کړي دا ستونزې به تل وي، د ښاغلي شاه په خیال په شخصي څانګه کې د پښتو ژبې ډرامې به یواځې یو چینل خېبر اخستلې:
“درې کاله وشو نه هغويي ډرامه جوړوي نه اخلي”
حامد شمشاد وايي دوي پخوا د شخصي څانګې ډرامې اخستلې خو وس چینل د معیار په خاطر خپله تګ لاره بدله کړیده:
“ مونږ په ورستیو کې د منتظم شاه نه “ګرداب” ډرامه او د اشفاق طورو نه “تکبیر او تقدیر ډرامې اخستي دي”
Your browser doesn’t support HTML5
خو ګوهر جان دشخصي چینلو په حقله دا تور هم پورې کوي چې دويي د هنر مندانو استحصال کوي، هغه وايي دلته چې یو نیم شخصي چینل دی که هغه راته موقع راکړي نو د کار په بدل راباندې تشې چای وڅکوي، هیڅ معاوضه نه وي.
“د ټیکسي کرایه مې هم په خپله ورکړې ده”
د حامد شمشاد په خیال دا خبره سمه نه ده چې د دويي چېنل هنرمندانو ته معاوضه نه ورکوي:
“په شینو مینو پروګرام کې ټولو سازیانو ته پوره معاوضه ورکول کېږي”
وتلی پښتون لیکوال اباسین یوسفزی وايي پښتانه هنر مندان چې بې روزګاره شي نو د هغويي بیا څه نوره ګټه وټه نه وي او نه ورسره دومره پنګه وي چې خپل کور وساتي نو په داسې حال کې هغويي ته د حکومتي مرستو حاجت وي:
“دويي چې کله کار کوي نو د مرستو ارزومند نه وي خو چې بې روزګاره شي نو بیا یې ژوند د ستونزو ډک وي”
د ګوهر جان ارمان دی چې پښتانه سرمایه کار په ټي وي، موسیقۍ او فلم کې سرمایه کاري وکړي.
د ګوهر جان د روزګار نورې لارې چارې څه دي؟
د پښتونخوا په یو شمبر سیمو کې د پښتنو هنر مندانو خپل مرکزونه هم دي، لکه د سوات بڼ علاقه او د پېښور ډبګرۍ.
په دغه شان مرکزونو کې یو د پېښور صدر بازار کې د لالا هوټل سره څنګ ته ارمي پلیټس هم دي.
شپاړس کاله اګاهو ددغو اپارټمنټونو په څلورم منزل یوه سټوډیو ګوهر جان د پښتو د یو مشهور سندرغاړي د هیواد پرېښودلو په وخت کې د هغه نه اخستې وه.
ګوهر جان وايي کله چې په سرکاري او شخصي چینلو کارونه کم شول نو دويي ځانله خپل مرکزونه پرانستل. هلته یې سندرې ښودلې هم او جوړولې هم.
خو د ګوهر جان په خیال دويي په دې مرکزونو بندولو هم مجبور کړل شول.
هغه وویل هره اونۍ به پولیس ورتلل او دويي به یې له کسته تنګول، هغه وویل یوه ورځ په باران کې د پولیسو یو اګارت ورغلو، بوټان یې په چقرو سخا وو. ګوهر وايي ده ورته وویل چې بوټان اوباسۍ بیا رادننه شئ نو په دې خبره پولیس افسر غصه شو او ورته یېې اووې جینکۍ دې څه کړلې؟
ګوهر وايي دې تنګ شو او خپله سټوډیو یې په بل چا خرڅه کړله:
"د هر طرف نه په مونږ راټيټه ده، نه وفاق او نه صوبايي حکومت نظر کوي"
په دغه علاقه کې د یو بل سټوډیو مالک د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل وس هم پولیس په دغه سیمه کې دويي زوروي:
“دګلبرګ د تاڼې افسر ابراهیم تیره اونۍ دوه ځله چاپه وهلې ده”.
ډیوه د ګلبرګ تاڼې د ابراهیم نومې افسر سره د خبرو هڅه هم وکړه، خو ورته وویل شول، هغه په رخصت دی.
د ارټسټ ایکشن مومېنټ د مستقبل تګ لاره
د ای اي ایم مشران وايي دا وخت د مستقبل د تګ لارو د جوړولو تر څنګ حکومت باید په بیړني حالاتو کې د هنر مندانو د کمک اعلان وکړي، د ډاکټر نیاز په خیال:
“که چري چټک کومکونه او نه شول او غوښتنې او نه منل شوې، دويي سره بله لار نشته خو یا به ملک پرېږدو یا به د بهر ملکونو د سفارتخانو په وړاندې مظاهرې شورو کوو”
د خپلو حقونو د پاره د پښتنو هنر مندانو تحریک غوښتنې به او منل شي کنه دا ویل ګران دي خو دا هنر مندان په دې خوشاله او غاوره ښکاريدل چې دويي د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره راپاسیدل.
دويي دعوا کوي دا یوه ستره کامیابي ده او د منزل په لور وړومبی ګام دی.