اسټريليا په درېیم ځل د افغانستان کرکټ لوبډلې سره د کرکټ کولو نه انکار وکړو، کرکټ اسټريليا ویلي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو، جينکو او بشري حقونه په خرابېدو دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د اسټريليا کرکټ بورډ [کرکټ اسټريلیا] دغه پرېکړې ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی، خو تېر کال د اسټريليا په دغه ډول پرېکړه افغان لوبغاړي نوين الحق په اسټريليا کې د بګ بېش سيالیو کې د لوبېدو نه انکار کړی وو.
کرکټ اسټريليا ویلي، د افغانستان سره یې د درېو شل اووريزو لوبو سيالۍ وځنډولې کومې چې د اګست په میاشت کې د افغانستان په کوربه توب کې په متحده عرب اماراتو کې ټاکل شوې وې.
له دې د 2021 د نومبر په میاشت کې اسټريليا د افغانستان سره یواځينۍ ټېسټ سيالي پرېښودې، او د تېر کال په لومړو کې یې بيا د افغان لوبډلې سره درېو يو ورځنو سياليو څخه انکار کړی وو.
کرکټ اسټريليا ويلي، په افغانستان کې د ښځو او جينکو دپاره شرايط په خرابېدو دی ځکه کرکټ اسټريليا خپله پخوانۍ پرېکړه په ځای ساتلې او افغانستان سره دوه اړخيزه سيالۍ یې ځنډولي دي.
کرکټ اسټريليا ويلي، په ګرده نړۍ کې په کرکټ کې د ښځو او جينکو د برخې اخستو کلک ملاتړ کوي، د کرکټ د نړیوالې شورا سره فعاله اړيکه لري او د افغانستان کرکټ بورډ سره هم نزدې کار کوي چې په راتلونکې کې د دوه اړخيزه سياليو په لړ کې کوم اقدامات ترسره کېدی شي.
د کرکټ اسټريليا په وېب سايټ د ورکړل شوي خبر ترمخه، افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا يواځينی غړی هيواد دی چرته چې د ښځو د کرکټ لوبډله نشته.
ويل شوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته ګڼې افغانې ښځينه کرکټرې اسټريليا ته تښتېدلې وې.
طالبان چې په کال 2021م کې په افغانستان واکمن شوي په ښځو یې د کار ځايونو ته تلو، د جينکو د سکول سره یې نور بنديزونه هم لګولي دي، سره له دې چې د واک اخستو په لومړو ورځو کې یې د اعتدال پسندۍ د واکمنۍ ژمنې کړې وې.