د نوي ډیلي په رېلوې سټېشن د الغاؤ تلغاؤ پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

د هند د پلازمینې نوي ډیلي په رېلوې سټیشن کې د الغاؤ تلغاؤ جوړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي.

د هندي رسنیو له مخې تېر ماسخوتن د نوي ډیلي په رېلوې سټیشن کې ګڼ شمېر خلک د هند تر ټولو لوی مذهبي غونډې، کمبه میلې، ته د تګ لپاره اورګاډیو ته ختل چې په دغه موقعه الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.

ټاکل شوې ده چې دغه میله به د فبرورۍ تر ۲۶مې نېټې دوام وکړي.

کمبه میله هر ۱۲ کاله وروسته د هند په شمالي ښار پریاګراج کې جوړیږي، او تر دې مخکې هم اکثره په هند کې په داسې موقعو د ګڼې ګوڼې له کبله د خلکو د مړینې پېښې شوې دي.

تېره میاشت هم لږ تر لږه ۳۰ کسان هغه مهال مړه شول، کله چې د ګنګا، یمنا او د افسانوي سرسوتي سیندونو د یو ځای کېدو په سیمه کې د خلکو الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د نوي ډیلي په رېلوې سټيشن کې د الغاؤ تلغاؤ په رامنځته شوې پېښه کې په مړو شوؤ کسانو کې ۱۰ ښځې او ۳ ماشومان شامل دي.

د نوي ډیلي د لوک نایک روغتون مرستیالې مشرې، ډاکټر ریتو سکسېنا، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "زه تا ییدولی شم چې ۱۵ کسان په روغتون کې مړه شوي. د هغوی په جسدونو ښکاره زخمونه نه وؤ. امکان لري چې د اکسیجن د کمښت (هایپوکسیا) یا د کوم سخت فشار له کبله مړه شوي وي، خو دا به له معایناتو وروسته روښانه شي"

هغې زیاته کړه: "تر دې دمه ۱۱ نور کسان هم ټپیان شوي دي، چې ډېری یې د هډوکو زخمونه لري، خو روغتیایي حالت یې ښه دی."

د هند وزیراعظم نریندرا مودي په ټولنیزه رسنۍ"ایکس" په یوه پوسټ کې لیکلي"زما خواخوږي د هغو کسانو له کورنیو سره ده، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي. دعا کوم چې ټپیان زر تر زره روغ شي. چارواکي د زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کوي".

چارواکو د پېښې د پلټنو امر کړی او ویلي یې دي چې اوس حالات کنټرول شوي دي.

د هند د دفاع وزیر، راج نات سینګ، ویلي "زه د نوي دهلي د اورګاډي سټیشن کې د ګڼې ګوڼې له کبله د خلکو د مړینې له امله ژور خواشینی یم"

هغه زیاته کړې: "په دې غمجن ساعت کې زه د مړه شویو کسانو له کورنیو سره یم. دعا کوم چې ټپیان زر روغ شي."

د هند د پلازمېنې ګورنر، وینای کمار سکسېنا، ویلي چې د بېړني حالت د ادارې کارکوونکو ته امر شوی، او ټول روغتونونه د احتمالي بېړنیو حالاتو لپاره تیار دي.

د اورګاډو وزیر، اشویني وایشناو، ویلي چې د نوي دهلي نه د زیارت کوونکو د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره ځانګړي اضافي اورګاډي چلېدلي دي.

کمبه میله، چې د شپږو اونیو لپاره دوام کوي، د هندوانو تر ټولو ستره مذهبي میله ګڼل کیږي چارواکي وايي، تر دې دمه ۵۰۰ میلیونه کسان ددې میلې لیدلو ته ورغلي دي.

په ۱۹۵۴ کال کې، یوازې د دې میلې په یوه ورځ، له ۴۰۰ زیات کسان مړه شوي وو، چې یا تر پښو لاندې شوي وو او یا یې ځانونه سیند ته اچولي وو.

دا د ګڼې ګوڼې له امله د مړینو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې، چې دا میله د پریاګراج په ښار کې تر سره شوه، ۳۶ کسان پکې تر پښو لاندې راغلي او مړه شوي وو.