داتوار په ورځ دګوهاټ په تانده ډیم کې دکشتۍ نسکوریدو په پېښه کې دمړو شمیر51 ته رسیدلی دی اؤ دګل اؤ نهې په ورځ د ډیم نه دګڼو نورو ماشومانو مړي هم راویستل شوي دي.
پولیس وایي دپېښې مقدمه داوبه خور محکمې د ذمه وارو افسرانو پرضد درج کړل شوې ده اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.
دنهې په ورځ دکوهاټ دضلعي پولیسو له لوري میډیا ته په جاري کړل شوي بیان کې ویل شوي چې تر دې مهاله د تانده ډیم نه د 50ماشومانو اؤ دکشتۍ دماڼکي مري راویستل شوي دي اؤ وایي له پېښې وروسته پینځه ماشومان ژوندي ژغورل شوي وؤ.
دا غمژنه پېښه داتوار په ورځ هغه مهال رامنځته شوې وه چې دکوهاټ دمیرباش خیل سیمې دیوې دیني مدرسې زده کوونکي تانده ډیم ته دسیل لپاره تللي وؤ.
دپولیسو ویاند ښاغلي ذیشان وي او ای ډیوه ته هغه مهال ویلي وؤ چې ددغو ماشومانو څخه پینځویشت کسان په یوه کشتۍ کې د ډیم بلې غاړې ته اوړیدل چې داوبو په منځ کې یې کشتۍ نسکوره شوې اؤ دغه ټول ماشومان اؤ دکشتۍ ماڼکی د ډیم په اوبو کې لاهو شوي دي.
خو وروسته دیادې مدرسې مشر شاهد نور ویلي وؤ چې په اوبو کې دلاهو شوؤ ماشومانو شمیره تر56 ده.
دپولیسو ویاند پخپل تازه بیان کې ویلي چې دپېښې په ورځ پینځه ماشومان ژوندي ژغورل شوي اؤ هم په دغه شپه د10 نورو ماشومانو مړي له اوبو راویستل شوي وؤ.
د ویاند په خبره د41ماشومانو اؤ یو ماڼکي مړي لادرکه وؤ اؤ پوځ،پولیس، انتظامیې اؤ مرستندویه ادارې 1122دهغوي د راویستلو لپاره عملیات دوامداره ساتلي وؤ.
ویاند وایي د20 ماشومانو مړي د دوشنبې په ورځ له اوبو راویستل شوي وؤ اؤ د21 نورو مړي نن دنهې یا سه شنبې په ورځ راویستل شوي اؤ هم دکشتۍ دماڼکي مړی راویستل شوی چې دې سره دټولو مړو شمیره 51 ته رسیدلې ده.
هغه وایي په پېښه کې دمړو شوؤ ماشومانو شمیره د اتوؤ کلونو نه نیولې تر14کلونو ده.
دپولیسو د ویاند په وینا ددې پېښې مقدمه دکوهاټ په ریاض شهید تاڼه کې داوبه خور محکمې دافسرانو ایکسیین،ایس ډي او اؤ سب انجنئیر پرضد درج کړل شوې ده اؤ دقتل السبب دفعې پکې درج کړل شوي دي.
دغه پېښې ته پخپل غبرګون کې دکوهاټ دشاه پور سیمې یو ټولنیز فعال اورنګزیب عاصي وي او ای ډیوه ته وایي ددې پېښې ذمه واري په ضلعي انتظامیې اؤ د اوبه خور محکمې په چارواکو عاید کیږي ځکه چې ډیم د اوبه خور محکمې په واک کې دی اؤ دغلته حفاظتي اقدامات کول هم دانتظامیې اؤ اړونده محکمې ذمه واري ده.
هغه وایي پېښه په کشتۍ کې د زیاتو کسانو دناستې له امله رامنځته شوې ده اؤ که چرې دغلته دانتظامیې دچارواکو څارنه وه نو په کشتۍ کې به یې زیات کسان ناستې ته نه پرېښودل اؤ دا بوګنوونکې پېښه به نه رامنځته کیده.
وي او ای دیادې پېښې په اړه دنظر اخستو لپاره دکوهاټ د ډپټي کمشنر سره دټيلي فون له لارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه