په امریکا کې بندي پاکستانۍ ډاکټرې صدر جوباییډن ته د بخښنې اپیل کړی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې 'د نوو شواهدو مخې ته په راتلو به هغه له بنده خوشې کړل شي.
برتانوي خبري شبکې سکاي نیوز پخپل رپورټ کې ویلي ډاکټرې عافیه صدیقي ورته د خپل وکیل کلاییو سټافورډ سمیتهـ په خوله ویلي، چې د امریکې رخصتېدونکي صدر جوباییډن ته یې په 76 زره اؤ 500 مشتمل د خپلې قضیې اړوند اسناد او معلومات لېږلي دي اؤ د خپل بند د سزا د بخښلو غوښتنه یې ترې کړې ده.
ډاکټرې عافیه صدیقي ویلي، هیله منه ده چې یوه ورځ به ډیر زر هغه له بنده خوشې کړل شي. مېرمن صدیقي ویلي، هغه د ناانصافۍ ښکار هره ورځ له یو اذیته تېریږي چې دا اسانه نه ده خو خو هیله منه ده چې یوه ورځ به له دې عذابه خلاصه شي.
سکاي نیوز رسنۍ پخپل رپورټ کې ویلي چې د عافیه صدیقي لخوا صدر بایډن ته لېږدول شوي د خپلې قضیې اړوند اسناد اؤ معلومات یې کتلي دي خو د هغې په اړه د ټولو دعوو تصدیق یې په ازادانه ډول ونه کړی شو.
رپورټ زیاتوي چې د امریکې موجوده صدر جوبایډن سره د دوشنبې- ګل تر ورځې (چې لا نوي صدر ډانلډ ټرمپ د خپل منصب لوړه نه وي کړي) وخت شته چې د عافیه صدیقي په خواست غور وکړي.
د رپورټ له مخې صدر بایډن د 39 ملزمانو سزاګانې بخښلي اؤ د 3 زره اؤ 989 ملزمانو سزاګانې یې ورکمې کړې دي.
تر دې وړاندې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف هم امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي د سزا بخښلو اؤ د هغې د خوشې کولو لپاره د امریکې صدر جوباییډن ته یو لیک لېږلی ؤ.
پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي دا مهال د امریکې د ټیکساس ایالت په یو وفاقي زندان کې خپله د 86 کالو د بند سزا تیروي.
هغې ته په کال2010م کې د نیویارک وفاقي عدالت د امریکایي وګړو د وژنې په شمول په اوو تورونو کې د بند سزا اورولې وه.
د عافیه صدیقي خور ډاکټرې فوریه صدیقي د عافیه صدیقي هیواد ته د راستنولو لپاره اسلام اباد هایکورټ ته عریضه کړې ده .
پروسږکال د جولای په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د عافیه صدیقي د راخلاصولو د اقداماتو لپاره د لوړې کچې یوه وزارتي کمیټي هم جوړه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د عافیه صدیقي راخلاصول یې فرض دي.
په کال 2024 کې د مې میاشت کې ډاکټرې فوزیه صدیقي قابو شل کاله وروسته په اول ځل د خپلې خور عافیه صدیقي سره دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې لیدنه کړې وه.
عافیه صدیقي چې د ناین الیون د پېښو په پلان جوړوونکي اؤ د القاعده د مهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده، د کال 2008م د جولايي په مياشت کې د افغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو د خپل مشر ځوې احمد سره يو ځای نيولې وه.
په هغې تور دی چې د نیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ د دې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا د بريدونو پلانونه څرګندېدل.
خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي.
خو د برتانيې د انډیپنډنټ ورځپاڼې خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاګانو لکه واټر بورډنګ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي.
رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریوؤ بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي.
خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.