يو سل او پينځويشت کاله وشو چې د ډيورنډ لانجمنې کرښې پښتانه په لر او برکې وېشلي پراته دي. پاکستان دغه کرښه رسمي او د افغانستان اولس او مشران يې فرضی کرښه بولي.
په دولسم نومبر کال ١٨٩٣ کې د برطانوي هند په نمايندگۍ د سر موتمر ډيورنډ او د افغانستان د پاچا عبدالرحمان خان تر منځ په رسمي توگه پرېکړه شوې وه چې د ډيورنډ کرښه به د دواړو هېوادونو پوله وي.
افغان تاريخ پوه او دانشور حبيب الله رفيع وايي د ډيورنډ د کرښې په رسمي توگه منل کوم لیکلی سند نه لري او دا چې د انگريز سره په غير رسمي توگه دا کرښه منل د کمزوري پاچا عبدالرحمان خان مجبوري وه.
په يو وخت په شمال کې د زار روس نه خپلې پولې ساتل او په شرق کې د غزيدونکي برطانوي هند سره ډغره وهل عبدالرحمان خان ته ډېره گرانه وه نو ځکه يې هم د برطانيه سره عارضی سودابازي وکړه.
په پاکستان کې هم يو شمير قام پاله سياسي گوندونه د ډيورنډ کرښه د انگرېز د پښتنو د ويشلو پلمه بولي خو د ډيورنډ په کرښه د ښکاره دريز د خپلولو نه ډډه کوي. د پښتنو د مقبول غورځنگ پښتون تحفظ موومنټ دريز خو نيغ په نيغه د ډيورنډ په کرښه نه دی څرگند شوی خو په لويو لويو جلسو کې د لر او بر يو افغان چغه وهي.
د افغان پاچا امان الله خان د انگرېز نه په نولسم اگست کال ١٩١٩ کې د افغانستان د استقلال واگي په مستقمه توگه اخستل د افغانستان د ازادۍ په معنا گڼل کيږي خو په اصليت کې د اگست په نولسمه نيټه د برطانوي هند د هېواد د خارجه چارو اختيار بيرته گټل وو چې د عبدالرحمان خان له وخته د انگرېز په لاسو کې و.
په کال ١٩۴٧ کې د پاکستان د جوړيدو نه وروستو د ډيونډ د کرښې د يوې غاړې د پښتنو واکمن پاکستان او د بلې افغانستان وگرځېدل. د ډيورنډ کرښه عملي پوله پاتې نه شوه کله چې روسي ځواکونه افغانستان ته ورغلل او پاکستان چې امريکا او د نړۍ نورو هېوادونو په ملاتړ، په لکونو افغانانو ته بغير د بنديزونو پاکستان ته د راتللو لار پرانستله.
ددې خبرې ورستو او بیا د ټول افغان جنگ په وخت کې د ډيورنډ د کرښې هيڅ بین المللي اهميت پاتې نه و او پاکستان ته چې کوم افغانان د کډوالو په توگه ورغلي وو د هغوی نه مجاهدین جوړ کړل شو او په اسانه د ډيورنډ په دواړه خواو يې تگ راتگ کولو.
دا کار د طالبانو په دوره کې نور هم اسان و ځکه چې طالبانو د خپل امارت بنياد داسې ايښودل غوښتل چې د هغوی د مفکورې تر مخه د مسلمانانو په منځ کې پولې نه وي.
خو څيړونکي وايي دا هم د پاکستان يو منصوبه وه چې د افغانستان اختيار يې په مستقيمه توگه په خپل لاس کې اخستل غوښتل. د طالبانو د دورې نه لا ډېر مخکې ډاکټر نجيب الله په وار وار ويلي وو چې پاکستان ترې د ډيورنډ د کرښې په رسمي توگه د منلو غوښتنه کوي. ډاکټر نجيب الله ته د هغه پلويان د ډيورنډ د کرښې شهيد هم وايي.
د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان وايي د پاکستان د داخله چارو پخواني وزير نصرالله بابر ورته ويل چې يو ځل يې د طالبانو د مشر ملا عمر سره په قندهار کې ليدلي وو او د ډيونډ د کرښې په رسمي توگه د منلو غوښتنه يې ترې کړې وه چې د ښاغلي بابر په وينا، ملا عمر پرې ډېر بد منلي وو. د پاکستان د دوه پښتون پاله سياسي گوندونو عوامي نيشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي دريز دی چې د ډيورنډ د کرښې فيصله به د دواړو خواو اولسونه کوي.
د افغانستان پخواني صدر حامد کرزۍ د خپلې دورې په اخر کې دا دعوه کړې وه چې د پاکستان سره يې د هېواد اړيکې ځکه سمې نه شوې چې پاکستان د ډيونډ کرښه ورباندې په رسميت منل غوښتل او ښاغلی کرزی وايی د پاکستان د دغې غوښتنې منلو ته کله هم تيار نه و.
د افغانستان د اوسنې صدر ډاکټر اشرف غني دريز هم د نورو افغانانو نه بدل نه دی او وايي د ډيورنډ لانجمنه کرښه د حکومتونو د وس خبره نه ده ځکه چې د ډيورنډ د کرښې د منلو او نه منلو اختيار يواځې د کرښې دواړه خواو ته پراته اولسونه کولی شي.
که يو خوا د پاکستان د پوځ مشر جنرل ضيالحق په وخت کې د ډيورنډ کرښه د افغان جهاد په نامه له منځه وتلې وه نو نن يې د پاکستان پوځي چارواکي لکه د برلن د ديوال په شان په ازغن تار او د وسپنې په جنگلو تړي.
په وسني پاکستان کې د انگرېز د وخت پاتې دوو شخړو ته په بيل بيل نظر کتل کیږي ځکه چې د پښتنو په تقسيم ډيورنډ کرښه مستقيم سرحد غواړي خو د کشميريانو تقسيم نه مني او د هند سره گډه پوله د لاين اف کنټرول په نوم يادوي.