د مصر پخوانی صدر حسنې مبارک مړ شو

اقتدار نه د لرې کېدو وروسته حسنې مبارک د هغه خلاف په مظاهرو کې د خلکو د وژل کېدو په الزام گرفتار شو. د کال ٢٠١٢ د جون په میاشت کې په حسنې مبارک دا جرم ثابت شو چې د هغه خلاف راپارېدلي ولسي بغاوت کې هغه د خلکو د وژل کېدو په اړه څه اقدامات نه دي کړي

د مصر پخواني صدر حسنې مبارک د ٩١ په عمر کې ساه ورکړه. د مصر حکومتي ټېلې وژن د نهې، سه شنبې، په ورځ د حسنې مبارک د مرگ خبر خپور کړو.

حسنې مبارک قریباً ٣٠ کاله په مصر د حکمرانۍ وروسته په کال ٢٠١١ کې د هغه په ضد د راپاسېدلې احتجاجونو په نتیجه کې اقتدار پرېښودو.

حسنې مبارک د مصر د هوايي پوځ په صفونو کې د ترقۍ په نتیجه کې لومړی د هوايي پوځ کمانډر او بیا د دفاع نایب وزارت چوکۍ ته ورسېدو.

په کال ١٩٨١ کې د صدر انورسادات د وژل کېدو وروسته حسنې مبارک د صدارت چوکۍ سنباله کړه.

د حسنې مبارک د مړېنې په اړه د وی او ای انگریزۍ څانگې په خپل رپورټ کې وویل حسنې مبارک د یو امر په طرز حکومت کولو، د اقتدار زیات طاقت یې د ځان سره ساتلی و، د غربي نړۍ نژدې ملگری و او اسرائیل سره یې د امن معاهده کړې وه، سره د دې چې په زیاتره منځني ختیځ کې یې د اسرائیل سره د لوظنامې مخالفت کېدلو.

حسنې مبارک په اقتدار سخت گرفت ساتلی و، د بېړني حالاتو قوانین یې پرځای کړي وو او امنیتي ادارو ته یې په پراخه کچه اختیارات ورکړي وو چې دا الزام پرې لگول کېدو چې حزب اختلاف چقوي او بنیادي شهري ازادۍ یې د پښو لاندې کړي دي.

د ١٩٩٠ په لسېزه کې د حسنې مبارک حکومت د سخت دریځه اسلامي ډلو خلاف د اقدامات پېل کړل چې په ترڅ کې د سلگونو په شمېره کې پولیس، د پوځ عسکر او غیرملکي سېلگري ووژل شو.

د حسنې مبارک حکومت په خصوصي توگه د اخون المسلېمون د چقولو دپاره گامونه اخېتسي وو. د اخوان المسلېمون بنیاد په مصر کې اېښودل شوی و او د خپل وخت د منځني ختیځ تر ټولو لوې اسلامې تنظیم گڼل کېدو. د اخوان خلاف د گامونو کې په نتیجه کې د منځنۍ لارې مسلمانان هم د حسنې مبارک مخالف شول او ډیرو په هغه د بدعنوانۍ الزامات ولگول.

د سخت دریځه اسلامي ډلو د مخالفت ترڅنگ حسنې مبارک په یو داسې وخت د صدارت په چوکۍ ناست و په ظاهره ښکارېده چې مصر د ثبات او د اقتصادي ترقۍ په لاره روان دی.

د کال ٢٠١١ د جنورۍ په میاشت کې په قاهره او د مصر په نورو ښارونو کې د حسنې مبارک خلاف احتجاجونه شروع شول. که څه هم د احتجاجونو په نتیجه کې حسنې مبارک د ایني اصلاحاتو لوظ وکړو خو د هغه خلاف راپارېدلی تحریک وه ندرېدو.

د کال ٢٠١١ د فېبرورۍ په ١١ مه نېټه د مصر نایب صدر عمر سلیمان اعلان وکړو چې حسنې مبارک به صدرات پرېښدي او پوځي شورا به د عارضي وخت دپاره د ملک چارې سنبالې کړي.

اقتدار نه د لرې کېدو وروسته حسنې مبارک د هغه خلاف په مظاهرو کې د خلکو د وژل کېدو په الزام گرفتار شو. د کال ٢٠١٢ د جون په میاشت کې په حسنې مبارک دا جرم ثابت شو چې د هغه خلاف راپارېدلي ولسي بغاوت کې هغه د خلکو د وژل کېدو په اړه څه اقدامات نه دي کړي. حسنې مبارک او د هغه د کورنیو چارو وزیر ته د عمر قید سزاگانې ورکړی شوې. خو بیا د مصر اعلا عدالت د حسنې مبارک او د مصر د پخواني داخله وزیر سزاگانې ختمې کړې.

په کال ٢٠١٥ کې حسنې مبارک او د هغه دوو ځامنو ته د بدعنوانۍ په جرم درې کاله د قید سزاگانې ورکړی شوې. حسنې مبارک بالاخر په ٢٠١٧ کې شپږ کاله په زندان کې د تېرولو وروسته ازاد کړی شو.

د مصر د حکومتي ټېلې وژن ترمخه حسنې مبارک د قاهرې په یو هسپتال کې ساه ورکړه. د هغه زوي تېره هفته ویلي وو پلار یې د اپرېش دپاره هسپتال ته منتقل کړی شوی و.