د خېبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د مسافرو یو ګاډی د بریک فېل کېدو له امله ژورې کندې ته غورځېدلی دی چې اته کسان پکې مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
د سیمې نه پولیس سرچېنو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه د خالي- شنبې په ورځ د بونېر د چغرزي تحصیل په پاندیړ کس پیازو سیمه کې مخې ته راغلې ده.
د پولیسو د وینا له مخې پېښه کې ټول اته کسان مړه شوي چې دوه پکې ښځې، یوه ماشومه اؤ پینځه سړي شامل دي.
پولیس وایي څلور کسان نور ژوبل شوي هم دي چې هغوي د علاج لپاره د ډګر ضلعي روغتون ته رسؤل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په غرییزو سیمو کې اکثره د غرونو نه د ګاډو د رغړېدو پېښې مخې ته راځي چې تر دې دمه پکې په سوونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
څو ورځې وړاندې هم د بر کوهستان ضلعې په شتیال سیمه کې یو بس ژورې کندې ته لوییدلی ؤ چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ 26 نور ژوبل شوي وؤ.