يورپي يونين په افغانستان کې د بشري مرستو او پاکستان کې د افغان کډوالو دپاره د 61 ملينه يورو مرستې ورکړي او ويلي یې دي، په دغو مرستو کې به 60 ملينه په افغانستان کې مرستندويه ادارو ته ورکولی شي او يو ملين به په پاکستان کې د کډوالو دپاره کارولی شي.
يورپي يونين د نهې، سه شنبې، به ورځ جاري کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې به دغه مرستې د خوراکي بحران کمولو دپاره کارولی شي چرته چې د نيمې پورې ابادي د خوراک د کمي سره مخامخ ده.
ويل شوي دغه مرستې به د سرپناه، ساتنې، صحت او خوراک ترڅنګ د اوبو د اسانتيا دپاره کارولی شي په ځانګړي ډول دا مرستې به د اکتوبر زلزله ځپلو ته ورکول کيږي.
يورپي يونين ویلي، د دغو پېسو يوه برخه به د هغو افغان کډوالو د مرستو دپاره په کار راوستل کيږي چې افغانستان ته ستنيږي، او په دې کې به لومړيتوب په کوربه ټولنه کې د دوی لومړو مرستو، ساتنې او څارنې کارول کيږي.
د ملګرو ملتونو ترمخه، په افغانستان کې د اووم اکتوبر په زلزله کې د 1500 نه زيات کسان مړه شوي، او له 2000 زيات ژوبل شوي وو، په زلزله کې د 3300 څخه زيات کورونه ويجاړ شوي او یو نيم لک خلک اغېزمن شوي وو.
يورپي يونين د افغان کډوالو دپاره هم مرستې اعلان کړي په داسې حال کې چې پاکستان د اکتوبر پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
په وروستيو کې افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، په تيرو څو ورځو کې د پاکستان نه يو نيم لک کډوال بيرته ستانه شوي دي.
د رپورټونو ترمخه، د ستمبر د میاشتې راهسې د پاکستان نه نزدې دوه نيم لکه افغان کډوال بيرته افغانستان ته تللي دي.
د اتوار یا یکشنبې په ورځ مرستندويه ادارو ویلي وو، هغه افغانان چې په پاکستان کې د نیول کېدو له وېرې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي له مناسبې سرپناه پرته د شنه اسمان لاندې خوب کوي او سم خواړه او اوبه نه لري.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي د کډوالو دپاره یې افغانستان غاړې ته په دواړو ځایونو (تورخم او سپين بولدک) کې کمپونه جوړ کړي چې له هغه ځایه بیا دغه کسان په افغانستان کې خپلو خپلو سیمو ته لېږل کېږي.
مرستندویه ادارو ویلي، په تورخم کې سمه سرپناه نشته. د څکلو کافي اوبه، برېښنا، او تشنابونه نشته او د صفای نظام نه لري.
يورپي يونين ويلي، د دې وروستيو مرستو سره به روان کال د افغانستان سره د يورپي يونين ټولې مرستې 94 ملينه يورو ته ورسي چې پکې 4.5 ملينه يورو د زلزله ځپلو دپاره مرستې هم شاملي دي.
د يورپي يونين ترمخه، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زيات د بشري بحران سره مخ هيواد پاتې شوی، چرته چې يواځې سږ کال د 29 ملينو نه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري.
ويل شوي د افغانستان د 90 فيصده نه زیاته ابادي د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي او د 17 ملينو نه زیات خلک د خوراک د کمي سره مخ دي.
يورپي يونين ویلي، د کال 1994 راهسې یې د افغانستان سره د 1.4 بيلينه يورو مرستې کړي دي.