هنگري په مهاجرینو د اوښکو گیس او د ابو توپې چلولې

هنگري د مهاجرینو مخه نیولو دپاره کوریشیا سره خپل سرحد تړلی دی او د هیواد امنیتي ځواکونو په غیرقانوني توگه داخلیدونکو مهاجرو باندې د اوښکو گیس ورولی او د اوبو توپې يي پرې چلولې دي

هنگري د مهاجرینو مخه نیولو دپاره کوریشیا سره خپل سرحد تړلی دی او د هیواد امنیتي ځواکونو په غیرقانوني توگه داخلیدونکو مهاجرو باندې د اوښکو گیس ورولی او د اوبو توپې يي پرې چلولې دي.

د هنگري د اقداماتو پرته د شورو یا د چارشنبې په ورځ هم کرویشیا دلارې په سلگونو مهاجر یورپ ته په رسیدو کې کامیاب شوې دي. یورپ ته دا وخت د منځني ختیز، افریقې، افغانستان، پاکستان او د ځېنې نورو هیوادونو لخوا د پناه اخیستونکو خلکو د تگ سلسله روانه ده.
د هنگري یو عدالت د عراق کس ته د هیواد ته په غیرقانوني توگه د داخلیدو په سر سزا اورولې ده. عدالت د هغه د ملک بدرۍ حکم جاري کړی او د یو کال دپاره يي په هغه هنگري ته په داخلیدو پابندي لگولې ده.

د کرویشیا وزیراعظم زورین میلنویچ د هنگري په اقداماتو ټکونه کړې دي. هغه ویلي هیواد به يي د هغه مهاجرو کوربه توب کوي چې شام او په منځني ختیز کې د جنگونو دلاسه کورونو په پریښودو مجبور شوې دي. هغه وویل هیواد به يي د رنگ، نسل او مذهب د تعصب نه پرته هر چا ته پناه ورکوي.

هنگري سرحد د تړلو د خپل اقدام دفاع کړې ده. د هنگري مامورین وايي د هغه خلکو د راتگ پرضد د خپلې خاورې دفاع کوي چې زور زیاتي نه د تحفظ په خاطر نا بلکه د معاش د غوره موقعو په تکل کې هیواد نه راوتلې دي.

د شام صدر بشارالسد ویلي یورپ د مهاجرینو د مسلې خپله ذمه وار دی. روسي مطبوعاتو سره خبرو کې بشارالسد ویلي که چرې یورپ د مسلې حل غواړي نو "ترهگرو" د ملاتړ نه دي لاس ونیسي.