مارک زکر برګ: په فېسبوک د جعلي خبرونو خپرونکو خلاف به جنگیږو

د مارک زکربرگ خلاف په برسلز کې یو احتجاج کونکی مظاهره کوي

د فېسبوک بنسټګر مارک زکر برګ د اروپايي هېوادونو تنظیم یورپین یونین قانون سازانو ته ویلي چې فېسبوک به د جعلي خبرونو خپرونکو خلاف مسلح جنگ کوي او د فېسبوک د استعمالونکو تحفظ به یقیني کوي.

مارک زکر برگ د نهې، سه شنبې، په ورځ د یورپین یونین قانون سازانو سره په داسې حال کې خبرې وکړی چې د اپریل د میاشت راهېسې هغه د سخت تنقید سره مخامخ شوی دی کله چې دا معلومه شوه چې د کېمبرج انیلیټکا نومې کمپنۍ د د فېسبوک نه راټول کړی شوي د فېسبوک د استعمال کونکو معلومات د کال ٢٠١٦ م صدارتي کمپاین په مهال د ډانلډ ټرمپ د انتخابي ډلې سره شریک کړي وو.

د وي او ای خبریاله زلیکه هوک په خپل رپورټ کې لیکي چې یورپي مشران د مارک زکر برگ د وینا نه څه ډیر مطمئین نه شول.

مارک زکربرگ اروپايي ټولنې ته په وینا کې د فیسبوک د یو شمیر کارونکو د اطلاعاتو په غلا کیدو بخښنه وغوښته. هغه ومنله چې دوی د معلوماتو په ساتلو کې پاته راغلي او د ولس نه يي هم بخښنه وغوښته.

ښاغلي زکربرګ همداراز ویلي چې د فیسبوک شرکت د خپلو کارونکو د معلوماتو د خوندیتوب لپاره کار پیل کړې دی.

په برسلز کې د سه شنبې په ورځ مظاهره چیانو غوښتنه وکړه چې د نړۍ ترټولو مشهورې ټولنیزې رسنیو شبکه دې د ناسمو خبرونو خپرولو مخه ونیسي.

ښاغلی زکر برګ تیره اپریل میاشت کې د امریکا سنا کمېټۍ ته غوښتل شوې وو چېرې چې له هغه څخه د فیسبوک د ميليونونو کارونکو د پټو معلوماتو د خپرېدو پر سر سختې پوښتنې وشوې.

په فېسبوک تور دی چې په کال ۲۰۱۶ کې يي د ۸۷ ميلیونو کسانو شخصي معلومات د برتانیې کېمبرج اېنالېټيکا نومې کمپنۍ ته ورکړي وو. مارک زکر برګ وییلي: "په ۲۰۱۶ کال کې، موږ د امریکا په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د فیسبوک په اړه د روسیې مداخله کې دومره اطلاعات نه درلود. مونږ هغه مهال د انټرنټ له لارې د بریدونو یا سایبراټکس مخ نیوي باندې بوخت وو." ښاغلي زکر برګ وييلي د دوي شرکت د خپلو تیر وتنو څخه زده کړه کړې او د ۲۰۱۷ کال راهسې د دغه ناوړه فعالیتونو د مخنیوي کار پیل کړي او په راتلونکو ټاکنو کې به د فیسبوک کارونکي ټول خوندي وي. مارک زکر برګ وییلي:"مونږ د نوي ټکنالوژي کارونه هم پیل کړې او د مصنوعي زیرکتیا (ارټیفیشل انټلیجینس) په ‌ذریعه جعلي اکونټونه لرې کوو کوم چې نا سمه او د دروغو خبرونه خپروي".

خو د نړۍ ترټولو لوی د ټولنیز رسنیو شبکې مشر وویل چې دا ستونزه هیڅکله تل پاتې حل نلري.

د اروپا پارلمان یو غړي جان فیلیپ البرت وییلي چې د فیسبوک بنسټګر مارک زکر برګ اروپاي ټولنې ته اطمینان ورکولو کې پاته راغلې.

زکربرګ به د چهارشنبې په ورځ (می۲۳) په پاریس کې د ورته پوښتنو سره مخامخیږي او د ولسمشر ایمانویل مکرون سره به هم لیدنه وکړي.