د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان د سرښار کوټې په ختیځ باي پاس د پولیسو د ګاډي تر څنګ بمي چاودنه شوې چې د یو پولیس عسکر په ګډون پکې 12 کسان ژوبل شوي دي.
د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند ددې چاودنې پخلی کړی اؤ رسنیو ته یې ویلي چاودنه کې د پولیسو ګاډی یا موبایل په نښه کړل شوی دی.
هغه ویلي په پېښه کې 12 کسان ژوبل شوي چې یو پکې پولیس هم دی.
هغه ویلي تر چاودنې وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.
په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده.
د بلوچستان د صحت محکمې رابطه کار ډاکټر وسیم بیګ پخپل یو بیان کې ویل چې د کوټې په سول هسپتال کې ژوبل کسانو ته د لمړیو طبي مرستو ورکول کېدو نه وورسته هغوي د نور علاج لپاره د کوټې ټراما سینټر ته منتقل کړی شوي دی.
تر دې وړاندې په 14م ستمبر د کوټې په کچلاغ سیمه کې د پولیسو په یو ګاډي بمي برید شوی ؤ چې پکې د یو پولیس افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي وؤ.
په 13ستمبر هم د بلوچستان په قلات سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ګاډي تر څنګ بمي چاودنه شوې وه چې پکې د لیویز اته عسکر ژوبل شوي وؤ.
په 26م اګست د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د 14 پوځيانو په ګډون پکې تر 70 زیات کسان وژل شوي وؤ.
بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پر غاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.
روانه میاشت د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.
د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
پېښور (وي او ای ډیوه) —