فاټا د پښتونخوا سره د یو ځای کولو قانون پارلېمان ته وړاندې نه شو

ټاکل شوې وه چې نن به د پاکستان په پارلیمان کې په ایئن کې د دیرشم بدلون منظور کیدلو سره د فاټا اصلاحات عملي کیږي خو فاټا د پښتونخوا سره د یو ځای کولو قانون پارلېمان ته وړاندې نه شو.

که چري پارلیمان په ایئن کې د دېرشم بدلون منظوري ورکړی وی نو قبايلي سیمه فاټا به په پښتونخوا صوبه کې ورگډه شوی وی. په دې قانون د بحث منظوري د پاکستان وفاقي کابېنې تېره ورځ ورکړې وه.

وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط د پارلېمان یوه غړي وویل په دې قانون به وس بحث درې ورځې ورستو د مۍ په ٢١ مه نیټه کېږي. د پارلېمان څخه د منظورۍ ورستو به دا قانون سېنټ ته او بیا دهېواد صدر ته دستخط لپاره لېږل کیږي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې په پارلیمان کې په فاټا د ائیني بدلون په سر بحث ځنډول شوی وي، وړاندې هم څو ځله داسې شوي دي. ډیوه ته د خبرو په وخت د پارلېمان غړي وویل چې نن په بجټ بحث وغزیدلو او په فاټا د خبرو موقع ضایع شوه.

د وسني حکومت د اسمبلۍ نیټه د مۍ په ٣١ مه پوره کیږي. که چري د ٣١ مۍ څخه د مخه پارلېمان دغه منظوري ور نه کړله نو بیا به دا منظوري بل نوی ټاکل شوی پارلېمان ورکوي. معنا دا شوه چې په هېواد کې د کال ٢٠١٨ ممکنه انتخاباتو کې به د فاټا نمایندگي نه وي.

د دیرشم بدلون په تیار کړې شوي قانون کې د پښتون خوا صوبې د اسمبلۍ د څوکو شمېر ١۴٧ ښودل شوی دی وړاندې دا شمېر ١٢٦ وو. دغه شان د فاټا د قامي اسمبلۍ ١٢ څوکۍ به هم د صوبې سره یوځای شي او د پښتونخوا څخه به په قامي اسمبلۍ کې ټولې څوکۍ د ۴٨ په ځای ٦٠ شي.

فاټا ته د هېواد ایئن غزولو لپاره د تېرو څو کالو راهسې د سیمې پارلېماني غړي او عامه ټولنه کوښښونه کوي. وسني حکومت فاټا ته د هېواد د عدالتي نظام ورغزولو او هلته د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د بلدیاتي انتخاباتو اعلان څو میاشتې وړاندې کړی دی خو تر اوسه ددغه پرېکړې سرکاري اعلان (گزټیټیډ نوټیفیکېشن) نه دی جاري کړی شوی.

د پاکستان د وسني واکمن گوند مسلم لیگ نون په گډون د حکومت مخالف گوندونه تحریک انصاف، پاکستان پیپلز گوند او گڼ شمېر نور د فاټا په پښتون خوا صوبه کې د ورگډولو ملگرتیا کوي. د هیواد د پوځ مشر جنرل قمر جاوید هم ويلي دي په فاټا کې ايئني بدلون وکړې شي. دوه گوندونه پښتنونخوا ملي عوامي گوند او جمعیت علما اسلام فاټا په پښتونخوا کې د ورگډولو مخالفت کوي او وايي په فاټا کې د څه قسمه بدلون څخه د مخه هلته د خلکو رای اخستل ضروري دي

په فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. هلته د١٩٠١ راهسې دایف سي ار تور قانون دی د څه په وجه چې هلته د اولس سره د اپيل وکيل او دليل حق نشته دی

د فاټا اولس ته لکه د گلگت بلتستان او پاکستان دواک لاندې کشمیر د خلقو په رنگه د صوبايي اسمبلیو یا شوراگانو کې د ووټ په لاره د نمایندگانو ټاکلو اختیار هم نه دی ورکړی شوی.