فضل الرحمان: د افغانستان په ټول تاريخ کې د پاکستان دوست عنصر طالبان دي

مولانا فضل الرحمان د اوومې جنورۍ څخه تر 12مې جنورۍ د افغانستان پينځه ورځنی سفر کړی، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشر ملا هېبت الله اخند او نورو مشرانو سره یې ليدلي وو

د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، "د افغانستان په ټول تاريخ کې که چرته د پاکستان دوست عنصر موجود دی نو هغه په افغانستان کې واکمن طالبان دي".

مولانا فضل الرحمان د اوومې جنورۍ څخه تر 12مې جنورۍ د افغانستان پينځه ورځنی سفر کړی، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشر ملا هېبت الله اخند او نورو مشرانو سره یې ليدلي وو.

د سفر په اړه د پاکستان د جيو ټي وي سره په خبرو کې نوموړي ويلي، "د يو کال نه د پاکستان او افغانستان ترمنځ خفګان وو په ځانګړي ډول پاکستان کې په پوځ او پوليس حملو کې اضافه وشوه، دا د خفګان سبب جوړ شو، او د هغې په نتيجه کې د يو بل سره د مرستو لارې ودرېدې".

پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.

د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي پاکستان دې د خپل امنیت زمه واري په دوی نه ور اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان به د دغه تورونه ردول.

مولانا فضل الرحمان ويلي، "په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې، د دواړو ملکونو د پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزه اړیکو او مختلفو برخو کې د خپلمنځي مرستو د مواقعو په موضوع خبرې شوي، او هغه مسلې " چې زمونږ ترمنځ د تاوتريخوالي سبب جوړيږي په دې مثبت سوچ وو چې مونږ به دا هواروو، بيا په دې ايجنډا زمونږ نور ملاقاتونه شوي او ټول مثبت ليدنې شوي دي".

هغه زياته کړې، د سفر تفصیل یې "د پاکستان د بهرنيو چارو د نګران وزير جليل عباس جېلاني سره شريک کړی او دلته (په پاکستان کې) اوس دا سوچ پېدا شوی چې د دې دپاره نظام کار جوړ کړی شي، چې دا اړيکو د خرابۍ سبب جوړېدونکي مشکلات ختم کړو".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مولانا فضل الرحمان د سفر نه وروسته په دغه حواله کوم بيان نه دی ورکړی.

د مولانا فضل الرحمان د افغانستان څخه ستنېدو يوه ورځ وروسته د 12مې جنورۍ په شپه پاکستان د افغانستان سره د تورخم لاره د ډرايورانو د پاسپورټ او ويزې په سر تړلې او تراوسه تړلې پرته ده.

د جمعيت علمااسلام ګوند د مشر د افغانستان د سفر په حواله د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو، دا د مولانا فضل الرحمان شخصي سفر وو، او سفر وروسته به "مونږ مولانا فضل الرحمان اورو چې د هغه کوم ډول خبرې شوي" دي.

مولانا فضل الرحمان د افغانستان د سفر نه وړاندې ویلي وو په سفر کې به افغان طالبانو سره د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په معامله هم وغږيږي. خو د نوموړي د سفر په مهال بلوڅ ویلي وو، پاکستان "د ټي ټي پي سره خبرې نه کوي او نه یې اراده لري". په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم په دغه باب څه نه دي ويلي.