د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار دعوہ کړې چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په پښتني سیمه ږوب څمبازہ سیمه کې ترسره شوي استخباراتي عملیاتو کې یې پینځلس وسلوال ترھګر وژلي، او د ترھګرو په ډزو کې یو عسکر وژل شوی.
پوځ دعوہ کړې دغه عملیات چې د ترهګرو ضد جګړې یوه برخه ده، د پاکستان د پوځ لخوا د خفیه معلوماتو پر بنسټ ترسره شول. وایي د پېښې له ځایه زیاتې وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد ترلاسه کړل شوي.
پوځ دعوہ کړې، چې د وژل شوو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سرہ دي، په بیان کې د تیرو تازہ پوځي بیانونو په څېر د وژل شوو لپارہ د “خوارجو” الفاظ کارول شوي۔
د پوځ د اعلامیې له مخې، د دې عملیاتو پر مهال له ترهګرو سره د جګړې پر وخت 32 کلن عسکر عارف الرحمان وژل شوی.
د بلوچستان وزیر اعلا، میر سرفراز بګټي د عملیاتو ستاینه کړې. په سرکاري خپارہ شوي بیان کې لیکل شوي
“د خوارجو پر ضد عملیات به د امن تر بحالېدو پورې دوام ولري او ټول قام له عسکري ځواکونو سره یوځای دی۔”
د آی ایس پی ار په وینا، د ترهګرو د شتون له منځه وړلو لپاره په څمبازہ او نورو نږدې سیمو کې د پاکۍ عملیات لا هم دوام لري۔
په بیان کې ویل شوي، ”سیکیورټي ځواکونو د سیمې په پاکولو او “خوارج” د ټولو ترهګرو د شتون د ختمولو لپاره ځانګړې هڅې پیل کړي دي۔
په ورستیو کې د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د نا امنۍ په پېښو او بریدنو کې زیاتوالی راغلی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په 2024م کال کې د ترهګرۍ شاوخوا 200 پېښو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي۔
د زیارترہ وسلوال او لویو ډلئیز بریدنو پړہ کالعدم بلوچ وسله والو ډلو لخوا اخیستل شوې۔
زیاترہ پېښې په کوټه، ګوادار، تربت، نوشکي، هرنايي، مستونګ، چاغي، موسی خېل، بولان، قلات، لسبېله، دوکۍ، پنجګور او ځینې نورو سیمو کې رپورټ شوې۔
آی ایس پی آر په خپل بیان کې ویلي “د پاکستان پوځ د خپلو سرتیرو په قربانیو سره خپله مبارزه نوره هم پیاوړې کوي، زموږ هدف له ترهګرۍ څخه پاک هېواد جوړول دی، او زموږ د شجاع سرتیرو قربانۍ زموږ عزم لا پیاوړی کوي.”
د پاکستان حکومت او سیکیورټي ځواکونه په ګډه سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره کلک هوډ ښکارہ کړی.