د پاکستان د بلوچستان صوبې په پښتون مېشته سیمه قلعه عبدالله ضلعه کې د پوليو نوې پېښه رپورټ شوې ده، دا په روان کال کې په قلعه عبدالله کې د پوليو پينځمه او پاکستان کې 13مه پېښه ده.
پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام تاييد کړې، قلعه عبدالله کې 13 کلن ماشوم پوليو معذوره کړی دی. ويل شوي په دغه ماشوم کې د جولای په 17مه د معذورۍ نخښې ښکاره شوې وې.
درې ورځې وړاندې د پاکستان په پنجاب صوبه کې يو ماشوم پوليو وهلی وو، په پنجاب کې څلور کاله وروسته دغه پېښه مخې ته راغلې ده.
پنجاب کې د پېښې مخې ته راتلو نه دوه ورځې وړاندې هم په بلوچستان کې دوه پېښې رپورټ شوې وې، په دغو پېښو کې هم يوه په قلعه عبدالله او بله په جهل مګسي کې رپورټ شوې وه.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو په رپورټ شوو پېښو کې 10 يواځې په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلي دي.
په دغو 10 کې پينځه يواځې په قلعه عبدالله کې رپورټ شوې، نورې يوه يوه په چمن، ژوب، کوټه، ډېره بګټي او جهل مګسي کې شوي دي.
دوه نورې د سيند صوبې په شکار پور او کراچۍ کيماړۍ او يوه د پنجاب په چکوال کې رپورټ شوې ده.
بلوچستان صوبه کې د پوليو د نوې پېښې معلومېدو په اړه د صحت په برخه کې د وزیراعظم رابطه کار ډاکټر ملک مختار برت ویلي، بلوچستان کې پرله پسې د پوليو پېښې رپورټ کېدل د اندېښنې وړ خبره ده.
هغه ويلي، د پوليو موجودګي د هر ماشوم دپاره خطره ده، او دا د پوليو ضد څاڅکو اهميت نور سېوا کوي.
نوموړي زياته کړې، حکومت یې د دغه وايرسو ختمولو ته لومړيتوب ورکوي، د صوبايي حکومت سره په دغه لړ کې همکاري کوي، چې د پوليو ضد ويکسينو شرحه سېوا کړل شي، او ماشومانو کې د دغه ناروغۍ ضد قوت مدافعت پيدا کړل شي.
د پوليو دپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عایشه رضا فاروق ويلي، د بلوچستان هغو سيمو کې پوليو وايرس زیات دي کومې سيمې چې په تېر وخت کې د پوليو مرکز پاتې شوی دی.
هغې ويلي، پوليس وايرس هوښيار دي او د دوی خامۍ په ګوته کوي، په کومو علاقو کې چې ماشومانو د ويکسين او ټيکو څخه محرومه پاتې کيږي، هلته به مرکز د صوبو سره په ګډه کار کوي چې کمی پوره کړل شي او د وايرسو خورېدو مخنيوی وکړي.
بلوچستان کې د پوليو پېښې ولې زياتې مخې ته را روانې دي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وویل، د پوليو پېښو مخې ته راتلو غټ علت په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس زياتېدل دي.
هغه وویل، په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس ځکه زيات شو، چې کله ماشومان د پوليو ضد څاڅکي وانخلي يا ورته ور نه کړل شي، او کومو ماشومانو کې چې دغه وايرس موجود وي که څه هم دغه ماشوم خپله نه اغېزمن کيږي، خو وايرس په غټو بولو کې خوروي او هغه بيا نورو ماشومانو ته رسي او خطره جوړوي.
هغه زياته کړه، کله چې 200 ماشومانو ته د پوليو وايرس ورسي نو په هغو کې به يو ماشوم معذوره کيږي، پوليو به یې وهي.
قلعه عبدالله کې د پوليو د زياتو پېښو مخې ته راتلو په اړه نوموړي وويل، په قلعه عبدالله، چمن او کوټه کې په ځانګړي ډول ډېر خلک ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي.
د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پېښې 13 ته رسېدو سره د ملک په 58 ضلعو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي.
ويل شوي 58 ضلعو ته د پوليو وايرسو رسېدو څخه معلوميږي چې ماشومانو ته د دې څخه څومره خطره ورپېښه ده.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.