د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې د چينايي وګړو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی، پينځه چينايي وګړي او ډرايور یې پکې وژل شوي دي.
د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر (ډي آی جي) محمد علي ګنډاپور رويټرز خبري ادارې ته ويلي، ځانمرګي بريد کوونکي د چينايي اينجينيرانو قافله په نخښه کړې ده، کومه چې د اسلام اباد نه د داسو کېمپ ته روانه وه.
هغه ويلي، په بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي دي.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
پوليس سرچينو وي او اې ډیوه ته ويلي، د چينايانو ګاډی د مانسهرې نه داسو ډېم ته روان وو، چې د شانګلې بشام نالې علاقې ته ورسېد، د کوهستان د طرفه موټر ګاډی ( ځایي خلک ورته غواګۍ وايي) راغلی ځانمرګی بريد کوونکی پکې ناست وو، د کوسټر ګاډي نه یې تمبولی او چاودنه یې کړې ده.
ويل شوي د چاودنې له امله په ګاډي اور لګېدلی او لاندې ژورې کندې ته لوېدلی دی پينځه چينايان او ډرايور یې پکې وژل شوي دي.
د شانګلې رېسکيو 1122 هم ډيوه ته تاييد کړه، شپږ مړي یې ترلاسه کړي د شانګلې روغتون ته یې منتقل کړي دي.
د کال 2021م د جولايۍ په مياشت کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه چينايي وګړو په ګډون ورکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.
له دغې وړاندې د کال 2021م د اپريل په 21مه د کوټې د سرينا هوټل په موټر تم ځای (پارکينګ) کې يو ځانمرګی بريد شوی، پينځه تنه ورکې وژل شوي وو.
دغه بريد هغه وخت تر سره شوی وو چې د چين سفير د کوټې د ښار په دوره وو او استوګنه يې په هم دې هوتل کې وه، خو حکومتي چارواکو ويلي وو چې د بريد پر وخت د چين سفير په ياد هوټل کې نه وو.
تېر کال د اګست په میآشت کې د پاکستان په ګوادر ښار کې په چينايي اينجينيرانو برید شوی، خو چين ويلي وو په بريد کې چينايانو ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
له دغې وړاندې د مې د میاشتې په لسمه د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو دعوه کړې وه، کراچۍ کې په چينايي کمپنۍ ترهګر برید یې شنډ کړی او په کمپنۍ ورننوتونکو دوه ترهګرو کې یې يو وژلی او بل ترې تښتېدلی وو.
او د 2022م کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.
د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.
د 2022م کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم شهباز شریف چې اوس بيا وزيراعظم دی، د چين سفر یې کړی او د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو،" صدر شي ژين پينګ د پاکستان وزیراعظم ته په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او تمه څرګنده کړې چې چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي".