د اسرایلي وزیراعظم په کور د روښنایۍ ګولۍ توغول شوي

د اسرایل پولیسو درې کسان د وزیراعظم بن یامین نیتن یاهو په شخصي کور د روښنایۍ د ګولیو توغولو په شک کې نیولي دي.

د چارواکو له مخې دا ګولۍ د خالي یا شنبې په شپه په قیساریه کې د وزیراعظم نیتن یاهو اؤ د هغه د کورنۍ په شخصي کور توغول شوي اؤ وایي چې په دغه مهال نیتن یاهو اؤ د هغه د کورنۍ غړي په کور کې نه وؤ.

چارواکو دې پېښه کې د مرګ ژوبلې نه اوښتل کېدو پخلی کړی دی.

پولیسو چې د پېښې په تړاؤ کوم درې کسان نیولي د اتوار په ورځ یې خپل بیان کې د هغوي په اړه څه رقم تفصیلات مخې ته نه دي راوړي.

چارواکو اشاره کړې ده چې په احتمالي ډول د نیول شوؤ کسانو تړاؤ په اسرایل کې د نینن یاهو د مخالفینو یا ناقدینو سره کیدای شي.

د اسرایل صدر ایزک هرزوګ دا پېښه غندلې اؤ د تشدد په لوري د لمسوونکو ګامونو اړوند یې خبرداری ورکړی دی.

نیتن یاهو د تېرې میاشتې راهسې د یرغمالیانو د راخلاصولو په مسله د خپل حکومت د طریقه کار له امله د سختو نیوکو سره مخ دی اؤ په ضد یې څو ځله احتجاجي مظاهرې هم شوې دي.

د اسرایلي یرغمالیانو ستونزه پروسکال به اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرایل د شوي برید سره سم راپورته شوې وه .

د حماس په دغه برید له کال تېرېدو وروسته هم غزې پټۍ کې جګړه دوامداره ده.

د اسرایلي وزیراعظم مخالفین نیوکې کوي چې د نیتن یاهو د حکومت د امنیتي اؤ استخباراتي ناکامیو له امله دا برید ممکن شوی ؤ اؤ حماس سره د یرغمالیانو د خلاصون په اړه څه تړون ته د نه رسېدو له امله تر اوسه اسرایلیان په غزې کې یرغمال دي.

تېره میاشت هم په قیساریه کې د نیتن یاهو په همدې کور د لبنان د وسله والې ډلې حزب الله له لوري ډرون توغول شوی ؤ خو په هغه مهال هم نین یاهو اؤ د کورنۍ نور غړي یې په کور کې نه وؤ.

(ددې رپورټ مواد د خبري شبکې اې ایف پي څخه اخستل شوي)