فرانس کې نوی حکومت اعلان شوی دی

د فرانس وزیر اعظم فرانسوا باېرو تمه لري چې نوی حکومت به د 2025 کال بجټ منظورولو کې کامیاب شي او هېواد به د بحران سره د مخ کیدو نه بچ کړي.

فرانس کې د ګل، دوشنبې په ورځ یو نوی حکومت جوړ شوی چې په پخوانیو وزیرانو او جګپوړو سرکاری افسرانو باندې مشتمل دی.

د فرانس وزیر اعظم فرانسوا باېرو تمه لري چې نوی حکومت به د 2025 کال بجټ منظورولو کې کامیاب شي او هېواد به د بحران سره د مخ کیدو نه بچ کړي.

قدامت پسنده یا محافظه کار برونو ریټیلیو د کورنیو چارو وزیر په چوکۍ برقرار ساتلې شوی دی. د بهرنیو چارو وزیر ژان نول بېرټ او د دفاع وزیر سیبسټېن لیکورنو هم په خپلو عهدو برقرار ساتل شوي دي.

الزبت بورن چې د جنوري په میاشت کې د وزیر اعظمې په توګه استعفا ورکړې وه، د تعلیم وزیر عهده ورکړل شوې ده. د کورنیو چارو پخوانی وزیر جېرارډ ډرمېنن ته د انصاف وزارت چوکۍ ورکړل شوې ده.

د فرانس وزیر اعظم فرانسوا باېرو د حکومت جوړولو دپاره شاوخوا لس ورځو نه په هڅو کې بوخت وو ځکه چې هغه هڅه کوي د ښي او کیڼ اړخ لخوا د ممکنه عدم اعتماد ووټ مخه ونیسي.

د پخواني وزیراعظم میشېل بارنیې حکومت لخوا د موجوزه قانون سازۍ پرضد د پارلیماني مخالفت او د هغه حکومت د ړنګیدو له وجې به نوي وزیر اعظم حکومت ته به د 2025 کال بجټ منظورلو دپاره فوري کال پیل کول وي.

د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون چیف اف سټاف الېکسس کوهلر لخوا دغه نومونه شریک شوي دي.