پاکستان د انټرنټ ازاداي نه لرونکی هېواد دی: فریډم هاوس رپورټ

په واشنګټن کې د ازاداۍ د څارنې ادارې، فریډم هاوس په خپل تازه رپورټ کې پاکستان د چین، برما، روس، ایران او سعودي عربستان په شان هغو هېوادونو په نوملړ کې اچولی، چې ولسونه یې د انټرنټ ازادي نه لري.

فریډم هاوس په 70و هېوادونو کې انټرنټ ته د رسایۍ او ازادۍ جاج اخستی او تر ټولو زیات په کېنېډا او بیا په کوسټا ریکا کې خلک انټرنټ ته رسايي لري.

د پاکستان په اړه په پېښور کې د پښتنو د حقونو تنظیم پي ټي اېم لخوا د وروستۍ "پښتون قامي جرګې" په وخت هلته د انټر نټ د تړلو په اړه دې رپورټ کې کوم خبره نشته، ځکه چې د فریډم هاوس دا تازه رپورټ د یادې جرګې نه مخکې جوړ شوی. خو د اپوزېشن ګوند تحریک انصاف د جلسو په وخت په انټرنټ بندیزونه او په وټس اېپ د پيغامونو د لارې د مذهب د سپکاوي د تورونو په اړه خبره پکې شوې ده.

رپورټ کې لیکل شوي، جابرانه حکومتو چې د اپوزیشن له سختو ننګونو سره مخامخ وو، د واک د ساتلولپاره یي د سختو بندیزونو/ سنسر شپ نه کار اخیستی.

رپورټ زیاتوي، د پاکستان د ۲۰۲۴ م د فرورۍ په عامو انتخاباتو کې، پوځ د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د ګوند پاکستان تحریک انصاف د ملاتړو د ځپلو لپاره سختې لارې چارې کارولې وې.عمران خان او د هغه د ګوند مشران یي بندیان کړي وو، او عمران خان یې د انتخاباتو د پاره نااهله وګرځوو او پي ټي ايي یې په دې مجبوره کړه چې خپل کاندیدان په ازاد هېڅیت انتخاباتو کې امیدواران کړي.

د کریک ڈاؤن نه د بچ کیدو په خاطر، پي ټي ايي په ان لاین بڼه جلسې وکړې او د عمران خان په زندان کې لیکلي وینا یې د مصنوعي ذهانت یا ای ايي په ذریعه وړاندې کولې.

رپورټ کې ویل شوي، پوځ په ځواب کې خپل سنسرشپ نور زیات کړو او د ټولنیزو رسنیو په استعمال، او په دغه ان لاین جلسو/ غونډو کې ګډون والو انټرنټ ته د لاسرسي ستونزې راپور کول پیل کړل.

د ټاکنو په ورځ یي د موبایل سګنلی او انټرنټ محدود کړ، او ځینو رایه ورکوونکو وویل چې محدودیتونو دوي د مشکلاتو سره مخ کړي وو چې خپل پولېنګ سټیشن معلوم کړي.

د رایو ورکولو وروسته، څنګه چې پایلې د PTI ملاتړو کاندیدانو په حق کې راتلل پیل شول او د ګوند ملاتړو یې په ایکس/ پخواني ټوېټر د ووټونو په وخت د بد نظمۍ ادعاوې شریکولو ته دوام ورکړ، چارواکو ایکس/ ټیوټر هم بند کړو.

او همدارنګه د عمران خان ګوند په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د اسنادي ثبوتونو وړاندې کولو لپاره جوړه وېب پاڼه هم وتړل شوه.

رپورټ زیاتوي، په پاکستان کې یو عدالت پیغمبر اسلام ته د سپکاوي د انځورونو او ویډیوګانو د جوړولو په تور یو ۲۲ کلن زده کوونکي ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا واوروله او یو ۱۷ کلن ځوان ته یې په واټس ايپ د دغه موادو د شریکولو په تور د عمر قید سزا ورکړه.

فریډم هاوس چې د شهري حقونو څارنه کوونکی تنظیم دی، انټرنېټ ته د لاس رسي په لحاظ پاکستان ازاد ملک نه ګڼي.

د فریډم هاوس دې نوی رپورټ کې ویل شوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه او د انټرنېټ آزادۍ باندې زیاتیدونکي حملې په نړیواله کچه انټرنیټي ازادي په ۱۴م کال هم مسلسل د قدغن سره مخ کړې، او لږترلږه ۴۳ هېوادونو کې دغه بندیزونه لوړ شوي او خلک د آنلاین وینا او فعالیت په سر د حملو او مرګونو سره مخ شوي دي.