د فرانس یو عدالت په زور د جنسي فعل یا رېپ په هغه مقدمه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ۵۱ سړو ته سزاګانې واورلې چې د تېري ښکار مېرمن ژيزېل پېلېکوټ په کې د جرات او د مزاحمت علامت ګڼل کېږي.
د ژيزېل پخواني خاوند ډومېنيک پېلېکوټ په مقدمه کې د خپل جرم اعتراف کړی چې د یوې لسیزې په مهال به يې ژيزېل ته د نشي دوايي ورکوله او چې هغه به بې هوشه شوه نو نور سړي به يې هغې سره د جنسي فعل دپاره راوستل او د دې کار وډیوګانې به يې جوړولې. زیاتره سړي به نااشنا وو او ډومېنيک به ورسره په انټرنېټ رابطه کوله او بیا به يې کور ته را وبه رابلل.
د فرانس د عدالت پينځه کسیزه ډلې د ژيزېل پخواني خاوند ته د سرکاري وکیلانو د غوښتنې سره سم ۲۰ کاله د قېدا سزا واروله. ژيزېل او ډومېنیک د واده ۵۰ کلونو وروسته جدا شوي دي. د بېلېدو يې لس کاله شوي دي.
د مقدمې نورو ملزمانو ته عدالت د څلورو نه تر د ۱۸ کلونو پورې د قېد سزاګانې واورولې. په ټولو سړو الزام و چې ژيزېل سره يې د هغې د بې هوشۍ په حالت کې د هغې د رضا نه بغېر جنسي عمل کړی و یا هغې رېپ کړې.
په مجموعي توګه عدالت ۴۷ سړي د رېپ مجرمان وټاکل، دوه کسان يې د رېپ د کوښښ مجرمان وموندل او دوه نور يې په جنسي تيري سزاوار کړل.
د ججانو په فېصله د عدالت نه بهر د ژيزېل حمایت کوونکو خلکو خوشحالي وکړه.
زیاترو ملزمانو الزامات ردول او وېل به يې چې د هغوی په فکر ژیزېل سره يې جنسي فعل د ښځې او د خاوند د خپل منځو کې لوبې برخه ده او دا رېپ ځکه نه دی چې خاوند پرې رضا دی.
دوه اوویا کلن ډومېنیک د دې خبرې تردید کولو چې دې نورو سړو ته به يې دروغ وېل. هغه په خپل شهادتي بیان کې ویلي وو "زه هم په دې کوټه کې لکه د نورو په شان رېپېسټ (په زور جنسي فعل کوونکی) یم."
په مقدمه کې ۷۲ کلنې ژیزېل د ګمنامه پاتې کېدو نه د استثنا او داغوښتنه کړې وه چې هغه وډیوز دې په عدالت کې وښودل شي چې هغې سره د بې هوشۍ په حال کې د جنسي فعل په وخت د هغې پخواني خاوند ريکارډ کړي وو. د ژیزېل دریځ وو چې داسې کول به نورو ښځو د وېنا جرات ورکړي.
کله چې مقدمه شروع شوه نو په فرانس کې د ژیزېل په حمایت کې مظاهرې وشوې او د رېپ په اړه د فرانس په قانون کې د بدلون په اړه بحثونه شروع شول. په موجوده قانون کې دا خبره نيشته چې په جنسي نږدېکت پکار ده چې رضا شامله وي.
د مقدمې په مهال به ژیزېل هره ورځ ملزمانو ته په سخت نظر کتل اود نفرت اظهار به يې کولو کله چې به چا دا دعوه وکړه چې په جنسي فعل کې د هغې رضا هم شامله وه.
د اکتوبر په میاشت کې عدالت ته خپل شهادت کې ژیزېل وویل "ما فېصله کړې ده چې شرم به نه محسوسوم، ما هېڅ غلط کار نه دی کړی."
ملزمانو ته په اشاره هغې په خپل شهادت کې وویل "دا هغه کسان دي چې وشرمېږي."
د ژيزېل درې واړه بچیان د فېصلې د اورول کېدو په موقع د خپلې مور سره موجود وو. د هغې بچو د خپل پلار خلاف سخت بیانونه ورکړي او د معافۍ دپاره د هغه غوښتنې يې رد کړي دي.
د مقدمې په مدافعینو کې د ژوند د قریباً هرې طبقې سړي وو، ټرک ډرایوران، عسکر، اور وژونکي، سېکیورټي ګاډرز یا محافظان، کروندګر، د سوپر مارکېټ کارکوونکی، خبریال او یو بې روزګاره سړی هم و.
د ژيزېل خوابګاه ته تلونکی د ټولو نه د کم عمر سړی ۲۲ کلن او د ټولو نه د زیات عمر سړی ۷۰ کلن و. اکثر د بچو خاوندان وو.
د ژيزېل مقدمه په کال ۲۰۲۰ کې د ډمېنيک د ګرفتارۍ نه وروسته مخې ته راغله. هغه په دې الزام نیول شوی چې په سوپر مارکېټ کې يې د ښځو د سکرټ (لمن) نه لاندې تصویران اخیستل. پولیس بیا د هغه په کمپیوټر د ۲۰۰۰۰ نه زیات تصویران او وډیوز وموندل چې په کې د هغه د ښځې په اړه دغه رازونه هم پراته وو.
د پولیس خیال دی چې په مجموعي توګه ۷۲ سړي د ژیزېل کور ته ورغلي او د هغې سره يې جنسي فعل کړی دی خو د ټولو سړو شناخت نه دی شوی.
ډومېنيک دا خبره منلې ده چې د ښځې په خوراک او کافې کې به يې د نشي دوا ګډه کړه او هغه به تر څو ګنټو پورې بې هوشه شوه. د ژیزېل وېنا وه چې د هغې ګڼل په یاداشت کې د خلا سبب يې په مغزو کې رسولۍ او یا د الزایمر مرض کېدلی شي چې د انسان حافظه کمزوري کوي.
ژیزېل ویلي د هغې په مقدمه کې په لویه کچه د خلکو دلچسپي به نورو ښځو ته هم حوصله ورکړي چې د خپل جنسي استحصال خلاف وېنا وکړي. دنیا سره خپل درد د شریکولو په سرژیزېل خپله ستاینه نه مني.
د اکتوبر په میاشت کې عدالت ته شهادتي بیان کې ژیزېل وویل حالات د بدلولو دپاره د جرات نه بلکې د غزم ضرورت وي. هغې عدالت ته وویل "دا یوازې ځما جنګ نه دی" بلکې د رېپ ښکار د هرچا جنګ دی.