د نړۍ د اوو مخکښو جمهوریتونو د ډلې یا جي7 اعلی سفارتکارانو د جمعې په ورځ له روسه وغوښتل چې له اوکراین سره په روانه جګړه کې د امریکې وړاندیز شوې ډزبندي ومني او ګنې له نورو بندیزونو سره به مخ شي.
سفارتکارانو په کېنېډا کې له خبرو وروسته په خپل ګډ بیان کې وویل، "موږ له روسه وغوښتل چې د برابرۍ په شرطونو ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي او په بشپړ ډول یې عملي کړي".
بیان زیاتوي، "موږ په بحث وکړ چې که پر دا ډول ډزبندۍ باندې اتفاق ونه شي نو په روس باندې به نور لګښتونه لګوو چې په هغه کې نور بندیزونه، د تېلو د بیو کمول او له اوکراین سره اضافي ملاتړ او نورې لارې چارې شاملې دي."
د کېنېډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د جمعې په ورځ وویل، "د جي7 ټول خارجه وزیران د امریکې د جنګ بندۍ له وړاندیز سره متفق دي چې اوکراینیانو یې ملاتړ کړی دی".
مېرمن وایي اوس ټول پام د روس جواب ته دی. هغې زیاته کړه، "کله چې د اوکراین خبره راځي نو دا پرېکړه اوس په روس پورې اړه لري [چې څه جواب وایي]."
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لېمي د خپلو جذباتو اظهار وکړ او ویې ویل، "یووالی شته چې اوس له شرط پرته د ډزبندۍ وخت دی. اوکراین خپل دریځ روښانه کړی دی. اوس دا په روس پورې اړه لري چې ویې مني."
ښاغلي لېمي دا یادونه هم وکړه چې "د رضاکارانو اتحاد" د دې لپاره جوړیږي چې اوکراین ته د اړتیا وړ "امنیتي جوړښت" ور په برخه کړي او د جنګ بندۍ د ملاتړ لپاره د څارنې تګلارې چمتو کړي.
د G7 ګډ بیان په داسې وخت خپور شوی چې کریملین وویل، له اوکراین سره د ډزبندۍ د تړون لپاره ډېر څه باید تر سره شي او دا ښکاره کوي چې ماسکو د ډزبندۍ لپاره د امریکې د وړاندیز په بشپړ تایید کې لا هم زړه نا زړه دی.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، صدر پوټین لا هم د ډزبندۍ د عملي کولو په اړه د څو پوښتنو له راپورته کولو وروسته جوابونو ته په انتظار دی.
بلې خواته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پوټین جواب رد کړ او ویې ویل هغه "په قصدي ډول" داسې شرطونه ږدي چې وایي د سولې بهیر لا پېچلی کوي او "کشوي" یې.
صدر زلنسکي د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپله ایکس پاڼه په یوه پوسټ کې ولیکل، "د 30 یوه غیرمشروط لنډمهاله جنګ بندي لومړی مهم ګام دی چې موږ د منصفانه او تلپاتې سولې ته نیزدې کولای شي".
د کېنېډا د کیوبیک ښار په چارلوویکس سیمه کې د G7 په غونډه کې د برتانیې، کېنېډا، فرانس، جرمني، ایټلي، جاپان او امریکې خارجه وزیرانو ګډون کړی وو.
صدر ډانلډ ټرمپ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، ولسمشر ولادیمیر پوټین د اوکراین د ممکنه ډزبندۍ په اړه "ډېرې هیله بخښونکې څرګندونې کړې دي" خو وایي "بشپړې نه دي".
صدر ټرمپ له هغه وروسته دا خبره وکړه چې پوټین وویل، د دېرش ورځنۍ ډزبندۍ د وړاندیز ملاتړ کوي، خو په اړه یې ځینې پوښتنې هم لري او غواړي له خپل امریکایي سیال سره ورباندې بحث وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د نېټو له عمومي مشر مارک روټه سره د ملاقات په وخت خبریالانو ته وویل، "غواړم له هغه [پوټین] سره ووینم او یا ورسره وغږېږم، خو موږ باید زر تر زره [د جنګ بندۍ تړون] ته ورسېږو".
سپینې ماڼۍ وویل د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف د پنجشنبې- زیارت په ورځ د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره خبرې کړې دي.
صدر ټرمپ وویل د وروستي تړون پر ډېرو تفصیلاتو بحث شوی دی او وایي که روس د سولې پلان رد کړي، دا به "د نړۍ لپاره ډېره خواشینوونکې شېبه" وي.